زموږ لهجې او ولسي ژبه ډېر غني دي، خو دا غنا زموږ ادابو او هنرونو ته څه ورکولای شي او څوک به د نږه کلیوالي ذوق دغه ښکلاوې توږي او سرته راوباسي. ظاهره ده چې داکار یواځې هغه څوک ترسره کولای شي چې په خپله د دغه ذوق برخه اوسېدلی وي، بیا ورڅخه رابهر شوی وي او له بهر څخه یې دې ښکلي منشور ته کتلي وي. ومان دغسي یو څوک دی. هغه زموږ د روایتي چاپېریال ښکلاوې لکه چې وې، په لفظونو کې ابدي کړي.
دغه خبره د ومان په شعر کې تر ټولو جوته ده. دغه خبره به نور کره کتونکي هم وکړي.
زما لپاره په ومان کې څه نورې خبرې هم شته. په ومان کې ځکه وایم چې د هغه شعر تر هغه حده چې ما لوستی، ذاتي او، وجداني شعر دی او ریښتونی دی، د هغه د خپل احساس او روح برخه دی. چې په شعر یې خبرې کوې، کټ مټ لکه چې په ومان خبرې کوې.
شعر هم یوه نړۍ ده. د انساني سلیقو بېلابېلښت لکه د هرڅه په شعر کې هم جوت دی. هر ډول شعرونه شته، سیاسي شعر، طنزي شعر، مذهبي شعر، اخلاقي شعر چې بېلابېلې سلیقې اشباعوي. دغه نظمونه دي چې د شعر په ډل کې تېرېږي. شاعرانه شعر لکه اصیله مومیایي، کمه مونده شي خو کم خلک یې نشتوالی احساسولای شي. د ځینو شعرونه به دې په پاروونکیو چرتونو ښکېل کړي، دغم، خوښۍ، جنس، غوصې او نورو په خوږو ترخو به دې کړي، د ځینو شعرونه به له ریاضیکي او عقلي کیسۍ ډوله حقیقتونو ډک وي چې هماغه ذهنیتونه پرځان راماتوي. د ځینو شعر د طنز په جذابیت پوښلی وي، طنز که شعر شي او که نثر نو هومره توپیر نه کوي. د ځینو شعرونه د ورځې شعرونه وي. نن به خوند درکړي خو که دې سبا ولوستل نو په خپل ذوق به وخاندې، د ځینو شعرونه به دې ځای پر ځای اودس او لمانځه ته وهڅوي. دغه به یې ټول منځ وي، داسې ډېر شعرونه ښکلي هم وي، خو په نقابونو ښکلي وي.
د ومان شعر سندریز دی. یوازې د شعریت په ځواک پر مخ ځي. هغه ډېر ځله له ډېرو تکلیفونو ځان بېغمه کړی وي خو شعر یې لاهم ښکلی وي. هغه کله له وزن څخه ځان ناګاره کړی وي لکه چې وایي:
چې زما د شونډو
د تصور وړه رمه
په ایلبند د شونډو پیایې
یا له عقلیت څخه لکه په دې شعر کې:
ګوره نور پاک په لېونتوب یمه سر ګومان کوم چې راته غرونه غاپي
د شپې په مخه له سروېږدو سره راته د خپل ماشوم لاسونه غاپي
یا له امکان او واقعیت څخه لکه:
ما کرلي کټوري کې،
خپل لاسونه په سندرو
نه کاږه دي نه واږه دي
د امېل غوندي راشنه دي
د امېل منځ کې تاویز دی په تاویز کې مي لېمه دي
یا له مشهورې او سولېدلې کلیشه یي ژبې څخه، لکه:
زما د آس د ګردنۍ تسمې شلېدلي
سپین ورېښمین دسمال مې باد له سانګې وړی
د سورۍ چرمې دې ټولې سپخېدلي
له زرینې کوبې درستې غوټۍ ورکې
سپین وټی یې د اسانو سوو کړ لاندې
یا له پوچې او څرګندې ګوتڅنډونکې ژبې لکه:
نغاره پسې روان و سپین لښکر د شازلمو
د ښامار لکۍ یې راوړه، شپاړس ځایه په اوږو
او کله هم له قافیې څخه لکه چې وایي:
دا زما ګوتې ته ګوره،
ها چینه در معلومېږي،
ها د دوو غونډیو منځ کې
خو شعر یې له دې امله شعر پاتې وي چې سندریز وي.
د ومان د شعر ژبه:
ښایي د ومان د شاعرۍ تر ټولو غښتلی اړخ د هغه ژبه وي.
ځینې به وپوښتي چې ژبه خو له یوې مخې پښتو ده. او چې ضرورت یې موندلی نو هماغه پښتو یې کارولې چې نور یې کاروي. خبره همدومره نه ده. که داسې وای نو خلکو به تر اوسه لکه د انجیل په سلګونه قرآنونه هم رامنځته کړي وای. زموږ قرآن هم بلاتشبیه نږه عربي ده. خو د ټولې نړۍ فصیحانو ته ننګونه ورکړل شوې چې راوړی د دې قرآن په ډول بل کلام که ځان ته یوڅه وایاست.
هغه چې موږ یې دلته ژبه بولو، هغه د الفاظو د یوبل تر څنګ اېښودلو اوډ او ترتیب، مخکې والی وروسته والی، تکیې، خجونه، کومکي توري او د هغو کارونه، اوږدونه او لنډونه، او له معنا او غرض سره د دې ټولو مطابقت دی.
ما یوځلې یو بیت ویلی و چې داسې و:
لورې نن پاکې جامې واغونده
سبا مو کلي ته پاچا راځي.
یوه شاعر رانه غوښتنه وکړه چې د دې پرځای ووایه:
لورې ته نن پاکې جامې واغونده
سبا مو کلي ته پاچا راځي.
ما ورته وېل خفه کېږه مه، همدغه زما او ستا توپیر دی. که ستا سمه وه نو بیا ته تر ما ښه شاعر یې او که زما سمه وه نو بیا زه تر تا ښه شاعر یم.
ومان له ژبې سره د یوه لطیف کاین چلند کړی. د ژبې د نازکتیا خیال یې ساتلی او د ژبې د سمولو راسمولو لپاره یې له څټک او پلاس څخه کار نه دی اخیستی بلکې د ظریفو مجسمه جوړوونکیو له قلمونو څخه یې کار اخیستی. ژبه یې خپلو غوښتنو ته نه ده تابع کړې، بلکې کله کله خو یې د ژبې لپاره د شعر هندسې ته هم لغته ورکړې. هلته به یې په دې کار تاوان کړی وي، خو په ټولیزه توګه دې کار د ده شاعرۍ ته ډېر خوند وربښلی.
ژبه کان دی، او شاعر هغه څوک دی چې د خاورو او کاڼو له دې کان څخه لعلونه او ارزښتمن کاڼي رابېلوي. دغه لعلونه به ځینې لږ کسان راوباسي خو نور ډېر بیا دې ته ناست وي چې د نورو راویستلي او توږلي لعلونه په خپلو ګاڼو، لباسونو او تاجونو کې وکاروي. ډېر شاعران داسې دي چې په تیارو او توږلیو لعلونو خپل نظم ګاڼي. کم بیا داسې دي چې د خپلو شعرونو لپاره د ژبې کان راسپړي او نوي نوي لعلونه راوباسي او صیقلوي یې. دغه شاعران د ګوتو په شمېر دي. د شعر دستارخوان لوی دی. د داسې شاعر سخا د حاتم طایي تر سخا څو چنده زیاته ده. ومان وګورﺉ څه وایي:
ګونګۍ سندرې مې د خدای تر سبا
را ووزه ټولې په بیباد یوسه
که دې همزولو چېرته خوښې نه کړې
بیا یې له یوه سره په باد یوسه
شاعر دغه لعلونه د هر پرستار په لمنه کې اچوي خو لږ پرستاران بیا د دې جرات لري چې دا لعلونه د هغه سخي انسان داد وبولي.
ومان دغسې شاعر دی چې کلیمې او عبارتونه یې په له خپلې بډایه ژبې یو یو راچاڼلي دي او په خپل ذوق یې توږلي او په مهارت یې په خپل مناسب ځای ایښي دي. کټ مټ لکه دی چې وایي:
سپین رنګ یې په زړ و ډېر تور یې ترې توږلی دی
دلته یې غمی په کار ده هم لګولی دی
کاروان په څېر به په ومان پسې هم ډېر خلک روان شي. لامل یې دادی چې د ژبې کان به پر ځای پاتې وي او خلک به د ومان او کاروان له شعرونو څخه الفاظ رابېلوي او د خپلو شعرونو به یې ځای ناځایه لګوي. خو د انصاف تقاضا به داوي چې که یې څوک تر کاروان او ومان غوره ځای ونه لګوي نو له سره یې هڅه ونه کړي.
یوه خبره دلته ډانګ پېیلې کول غواړم، او هغه دا چې زه کاروان او ومان لکه یو شاعر او بل شاعر نه پرتله او نه ځان ته د دې حق ورکوم. دوی دواړه د ژبې د ښکلا او نوښت شریکتیا لري نو ځکه یې په یوه ځای یادونه کوم. خو کاروان په ومان، لکه چې په عمر مشر دی، په شعر کې هم مشر دی.
د کاروان ټول نوي پوروړي یو، باید ویې منو، د توارد، مشترک ملک او نورو ډېرو سمو خو بې ځایه کارېدونکیو اصطلاحاتو په پام کې نیولو سربېره زه دا خبره کوم، او که یې څوک نه مني نو لومړی دې د خپل شعر د قالبونو قرنطین ته چمتو شي چې څومر د کاروان توږلي لعلونه ورڅخه راووزي.
د ومان محاوره ډېره ژوندۍ او خوږه ده. هغه ژبه له کتابونو نه ده زده کړې چې همهاغومره محدوده و اوسي. که د زلزلې په عنوان شعر یې ولولې؛ ژبه یې لکه ځانګو ځنګېږي. لکه زلزلې ته مخامخ دېوال تمبېږي او په خوځښت کې ده.
شپه وځنګېده، ځنګېده را سوری بام شو
آس و ششنېده، ششنېده غره ته یې مخه کړه
ټول نظم یې همداسې لالهاند او سرګردان دی، لکه چې په بیتونو او د ده خبره شابیتونو یې زلزله راغلې وي. شاعر باید ژبه همداسې وکاروي. یعنې له غرض او معنی سره متناسبه ژبه. که عربي مرثیې وګورې نو د ډېریو مرثیو وزنونه یې اوږده دي چې هغوی ورته رزین یا سنګین وزنونه وایي. خو کله چې عربان تغني او مستي کوي نو لنډ لنډ وزنونه کاروي چې پر ژبو اسانه او ګړندي ګډېږي.
یوه بله د یادونې وړ خبره داده چې د ومان د لسګونو په شمېر شعرونه د کلماتو او الفاظو یوه نایابه پانګه هم لري چې د قاموسونو او لغات پوهنې په برخه کې زیاته مرسته کولای شي. له ډېره وخته پوهاند زیار په دې نعرو سر و چې د غزني او منځني افغانستان ژبنۍ پانګه نالاسوهلې پاتې ده او د پښتو لپاره ډېر څه لري. دغه د دې هيلې استاځی شاعر. زما باور دی چې پوهان به له دې ټولګې ډېر څه ترلاسه کړي.
خیال:
ښه تصویرونه کښل غښتلی تصور غواړي او غښتلی تصور له غښتلي تخیل پرته ناشونی دی. ځکه چې شاعر هر لیدلی تصویر یوځلې یوه خیال ته ژباړي او خیال بیا بېرته الفاظو ته.
د چا تخیل څومره اوچت پرواز کولای شي هغومره شا او مخ ته فاصله وهلای شي. ماشومتوب په هر چا تېر شوی وي خو هرڅوک بیا هغه تخیل نه لري چې په زوړ والي کې هم له ماشومتوبه خوند واخلي.
ډېر خلک ژوند برخې برخې کړي، یوه برخه یې په یوه قرون وسطایي کلي کې تېر کړي او بله برخه کې په کوم روښانه او ځلادار ښار کې. کم یې د غښتلي تخيل په زور د ژوند د دوو برخو ترمنځ د احساساتو دغسې پل جوړولای شي چې د دومره بېلابېلښت سربېره د ښکلا وحدت الوجود ثابت کړي.
د ومان تخیل غښتلی دی چې دومره لوړ پرواز کوي. او لوړ پرواز کوي چې دومره لرې واټن وهي او د ښکلاوو یوه دومره پراخه کلیواله نړۍ د خپل دوربین په ښيښه کې راولي.
ومان چې په کابل کې اوسي او شلګر نه هېروي نو دا ځکه چې د ښایست وجود ورته یو ښکارېږي او چې داسي وي نو لازمه ده چې ټولو ښایسته وو ته به ښایسته او ټولو بدرنګو ته به بدرنګ وایي او دا د یوه ښه انسان نښه ده.
شعر داسې شی چې د شاعر انسان مکنون پټېدلو ته نه پرېږدې.
د شعر توکي یو بل ثابتوي. که ښه تصویر موجود وي نو ښه تخیل موجود دی او ښه ژبه هم شته وه. ښایسته تصویر به هرومرو ښه معنا لري، او ښې معناوې له پاک نفسه خلکو پنځېږي.
زه یې په هندسي معادله ثابتوم چې ومان یو ښه انسان هم دی.
انځور ګري:
د ومان شعرونه له انځورونو ډک دي. ځینې انځورونه یې واقعي دي. ځینې نور یې ډېر زیات تخیلي دي. ومان انځورګر هم دی. زما په نظر لکه د ځینو شاعرانو شاعرتوب چې د هغوی په لنډو کیسو او نثر کې راجوتېږي. د ومان انځورګري د هغه په شعر سیوری اچولی. دا هغه ځای دی چې ومان باید ورته پام ولري، ځکه چې شعر نازک شی دی. نه به یې لمر ته تر ډېرو ساتې او نه سیوري ته. که څه هم انځورګري او شاعري سکنۍ دي خو بېلتیاوې به هرو مرو لري. هره هغه تجربه چې په کښنیز انځور کې بریالۍ ده، لازمه نه ده چې په شعر کې دې هم بریالۍ وې.
د ومان د ښې انځور ګرۍ یوه بېلګه:
سدرۍ مې څيرې
لمن ریتاړه
په جېب کې پاستې
لېنده تر غاړه
کټ مټ کومې له ملکه ورکې شهزادګۍ چې ورته سپارښتنه کړې وي چې ماته د خپل وطن داسې یوه غریب هلک وکاږه چې سدرۍ یې څيرې، لمن یې ریتاړه... وي او انځور ګر د شهزادګۍ په غوښتنه شهکار کښلی وي.
د څراغ تر عنوان لاندې شعر یې یو انځوریز خیال دی چې انځور یې پېچلی خو ښه کښل شوی دی.
د یوکم سل تر عنوان لاندې لس بیتیز شعر یې لکه د لسو انځورونو یو البوم چې په هيڅ یوه ښکلي انځور یې څه نه وي لیکلي او د یادګاري انځورونو په توګه ساتل شوي وي.
یو کم سل کټوې باندې
یو کم سل ځایه لمبې دي
تشبیهات:
د ومان تشبیه ګانې نوي. ډېری تشبیه ګانې یې مرکبې او تمثیلي دي او لکه د منشور څو اړخه یې رڼاوې ښندي. انځورونه له انځورونو سره تشبیه کوي چې دا ګرانه خو د خوند کار دی. د تشبیه توري کم کاروي.
پرون له یوې مخې د غرونو واښه
چا تر اوبو و ایستل
پرون باران ورېده
یا وایي: تر خامچکې مڼې سپینې:
دلته یې سپینوالی د خامچکې مڼې له سپینوالي سره تشبیه کړی او تر هغه یې لاهم غوره بللی. هغه واوره، پېروی او مرمر هم یادولای شوای، خو مڼه څه نورې تخنونې هم لري. مڼه څه خوږوکې هم ده، او چې خامچکه شي نو له خامچکې ځوانۍ، یا خامچکې نجلۍ او داسې نورو سره انډولېږي چې شبیه ته نور بعدونه او ډډې ورکوي.
دغسې، که خدای نه یم غلط کړی:
ستا په چپ غومبوري خال دی
ماته مخامخ دېوال دی
په دېوال کې یوه ځاله
لاس به نه ور وړم وبال دی
له کنایو ډکه ژبه:
کنایه د معنا رسولو یوه پسته او لطیفه توګه ده. د کنایې ژبه غیر مستقیمه او نازکه وي.
کنایې د استعارې پر عکس عوامو مشهورې کړي وي او خواص یې هم کاروي.
ومان د کنایو ملا دی. خو داسې یې کاروي لکه عطار چې ګلاب کاروي. په عطرو کې د ګلاب د اغزو ډانډرانو اثر نه وي او نه پکې شنې پاڼې ښکارېږي خو بس ګلاب به وي او رنګ به یې نه وي. د ده په شعر کې د کنایو دا اندازه نه لګېږي چې ګوندې اقتباس به یې کړی وي. کټ مټ لکه روانه محاوره چې کوي.
کنایه د یوه حالت په ښه تصویرونه کې مرسته کوي. هغه وایي: بیا به پښې راپسې وکښوو..
هغه داسې هم ویلای شو چې بیا به ولاړ شو، خو کله چې ورځ دغسې بوخته تېره شي، دومره پیاده مزل وشي، دوه کسه د غونډۍ سر ته وخېژي، ما ښام چې راستنېږي نو هرومرو به ستړي وي، او په تګ کې د ستړیا ښه نښه داده چې سړی وچت ګامونه نشي اخیستلای بلکې پښې څښوي. دغسې در واخله نورې کنایې.
سر به نه را درنوې د زړګي سره
یا لکه:
لومې در نغاړه زیاتي خیاله
ومان بې پروا شعر وایي:
بې پروایي زه هغه بغاوت ته نه وایم چې د تور او سپین په نوم تورې او سپينې وشي او نه دې ته چې یو شاعر په یوه کرښه و درېږي او د بلې کرښې په خلکو خوله را خلاصه کړي. ومان له داسېو مبرا دی.
خو دا چې ملا صاحب وایي شاعر دې د روا او ناروا پولې وپېژني، واکمن وایي چې شاعر دې د ملت پولې وپېژني، ژبپوه وايي چې شاعر دې کره ژبه وکاروي. عامي وایي چې شاعر دې عام فهمه وی، قوم پرست وایي چې شاعر دې نږه ژبه وکاروي او ملي ترانې دې ووایي. هغه وایي شاعر دې دغه نه وي او دغه وایي شاعر دې هاغه نه وي...دغسې له ډېرو شاعري هېره کړای شي او بل دلایل خیرات په لاس ورکړلای شي.
ومان د چا پروا نه لري خو په چا کار هم نه لري. د شیخ او رند شخړه یې په شعر کې نه تر سترګو کېږي، لکه په دې کې چې هم د ومان د نوښت پالنې روحیه ښکېله وي. دا ځاندره هم د پېړیو شوه. که بس نه ده نو د هوس هم نه ده.
د ومان شعر په همدې ژوندی دی چې ازاد دی. ازادي هسې هم د ژوند دوهم نوم دی خو د شعر په باب که ووایو د شعر هم دوهم نوم دی.
سل فیلسوفان خو دې ووایي چې عقل یې نه مني، خو رحمان به وایي چې:
چې په یو قدم تر عرشه پوري رسي مالیدلی دی رفتار د دروېشانو
او ومان به وایي چې:
بېګا مې بلا ستوري ول په جام کې نښتېځلي اخر به مې راتوی شي له نظره وایي ستوري
سل ژبپوهان خو دې ووایي چې ژبه یې ناسمه ده خو غني به وایي چې:
ماشوم نېم چې جنت پرېږدم ستا د سور دوزخ له یرې
او ومان به وایي چې:
زړه به مې دومره، لمر ته نیږدې کړم چې دتا سترګې دلبره یوسي.
که سیاست وال له غوسې شونډي وژووي، ومان به له دې غلی نه کړي چې:
دوی لوړلي و آخر یې رانه یوړل په رڼا ورځ لاس تړلي یو څو کسه
رومانس:
زه هغه رومانس نه یادوم چې هنري مکتب دی. که څه هم د ومان په شعر کې د رومانسي شعر نښې نښانې ډېرې دي. د مینې هغه انځور چې د ومان شعر یې لري، ډېر پاک او سپېڅلی دی. د هغه په زیارت کې په نجلۍ پام دی، خو له شا نه دی پسې روان او د خلکو له تر مخ یې د ساټو باټو ستاینه هم نه کوي، سپېڅلی سپېڅلي ملنګ ته ور تر غوږ کېږي او د مینې په حق کې سپېڅلې دوعا ورته غواړي. ملنګانو ته خو هسې هم خلک د زړه حال وایي.
چې دا غوټه یې دسمال کړ د زیارت تر توغ ملنګه
دا نجلۍ زما خوښېږي دې نجلۍ ته دوعا وکړه
که د مینې خبره کوي هم نو د پټې مینې:
هر ماښام یو ښایستوکی ماشوم
زما تیارې خونې ته
خپلو غومبورو پورې
خدایزده د چا د شونډو
الواني رنګ راوړي
د چا د غېږي عطر
مرۍ مرۍ دانه لونګ راوړي
د چا د پټې مینې
یو ساده رنګ راوړي.
ادامه لري