TIGblogs TIG | TIGblogs GROUP TIGBLOGS LOGIN SIGNUP
شاعرانه
شاعرانه
په افغانستان كې د ثبات په ټينګولو د بېخبناوو د بيا ودانۍ اغېز

د افغانستان اوږدمهالي ناورين د ژوند په ټولو اړخونو ژورې اغېزې پرېيښي او له مادي او مانيز پلوه يې هېواد ته نه بې سارې زيانونه اړولي. دلته غواړو د مادي زيانونو په يوه ډېر مهم اړخ وغږېږو چې د افغانستان د بيارغونې د پروسې په لمړيتوبونو كې راځي او د سولې او ثبات د بيا راستنېدنې لپاره تر ټولو مهم او ضروري ګڼل شوى. دغه ستر زيان چې د بې شمېره نورو مادي او معنوي زيانونو لامل ګرزېدلى په افغانستان كې د اداراتو او اداري سيستم له مينځته تلنه ده. څرنګه چې د افغانستان د اوږدې جګړې پرمهال او واكمنو او مخالفينو دواړو جګړه ايز اهداف لومړني ګڼلي و او خپل زيات ځواك او توان يې يوازې د جګړې د نوعيت په ښه كولو لګولى نو د ژوند نور اړخونه نه يواځې دا چې له پامه غورځول شوي ول بلكې تر جګړه ايزو موخو ځار کړاي شوي دي. د فشار راوړنې او زور ثابتونې لپار ملكي اهداف په بې رحمۍ سره په نښه شوي او يا هم ورڅخه جګړه ايزې مورچلې او د جګړه مارو ځالي جوړي كړاى شوي.
په عمومي توګه دولتي او په ځانګړې توګه اداري بېخبنا د تيرو اوږد-مهالو جګړو او جګړني وضعې له امله يا له يوې مخې ويجاړه شوې او يا هم بده اغېزمنه شوې ده. دغه ورانی او زيان د ودانيو، تجهيزاتو او دفتري سمبالتياوو له بريده ور اوښتي او د ادارې كدر، ظرفيتونو، مهارتونو او اداري جوړښتونو ته يې سرايت كړى.
په فزيكي لحاظ ډېرې شته ودانۍ د جګړه مارو په مورچلو اوښتي او يا هم د مورچلو او نظامي ځايونو په څېر په ړندو سترګو د ګوليو او ويجاړونكو وسلو تر وارو لاندې راغلي. له هغو ناوړه وسيلو څخه چې په جګړو كې ترې پراخه ګټه اخيستل شوې، د جګړې غلچكى طرزالعمل و چې اهداف يې تر ډېره كچه غير نظامي وګړي او تاسيسات ول. په دولت او واكمنو د زوراچونې او فشار راوړنې لپاره به مخالفينو ددولتي مامورينو او اداري كدر په وېرونه، ځورونه، تښتونه او وژنه لاس پورې كاوه او د اسانه نښه كېدونكو ځايونو په توګه به يې په غير نظامي اهدافو بريدونه كول.
بل پلو ته په ځانګړو نظريو ولاړو واكمنو هم په يوه او بل نامه او د نظریاتي مخالفت په تور مسلكي ملكي مامورين په يوه او بل نامه له اداراتو څخه پښو سپكولو ته اړيستي او دهغوى تشه يې په ځانپلوو كمې وړتيا لرونكو مامورينو ډكه كړې. د نظريو پدغه لتاړ كې د انقلابي او اضطراري شرايطو له امله اداري مامورينو پخپله هم له ځانه د جګړه مارو جوړولو او يا كم تركمه د وسلو ګرزولو او جګړې ته د چمتو اوسېدلو اړتيا محسوسه كړې چې ددغه كار په نتيجه كې د ادارو او جګړه ايزو مورچلو، سرتيرو او ملكي مامورينو تميز ګران شوى او ادارې په مادي او معنوي لحاظ بې رحمانه او ناتاره په نښه شوي دي.
لكه څرنګه چې جسم بې روحه له خوځښته لوېږي او روح هم يوازې د بدن په قالب كې اوسېدلاى شي، او دواړه د يوه بل په نشتوالي كې خپل اهميت او ګټورتوب له لاسه وركوي، د روح او كالبوت دغه مثال كټ مټ د يوې ادارې په فزيكي او فكري محتوا د تطبيق وړ دى. يعنې دا چې اداري ودانۍ له كارپوه پرسونل پرته هيڅه ده او كارپوه پرسونل له اداري اسانتياوو پرته په نه څه پړ دى، نو سالمه اداره يواځې او يواځې ددې دواړو د سمون او سمبالښت په صورت كې مينځته راتلاى شي. په همدې ترتيب سالمه اداره د يوې سيمې د ټولنيزې، تعليمي، اقتصادي او امنيتي پراختيا او پرمختيا لپاره اساس او بنسټ دى. داداري بېخبنا نشتوالى د سيستم او نظام د نشتوالي لاملېږي، د سيستم نشتوالى د قوانينو د نه پلي كېدلو معنى لر ي، د قانون نه تطبيقېدل خپلسريو ته وده وركوي او ټولنيزې چارې د هله ګولې لوري ته بيايي.
نو د دې ټولې تبصرې پايله داده چې سالمه اداره د دې بشپړې يو له بله تړلي سلسلې د مېنځ كړۍ ده چې رغونه يې لومړنۍ او مهمه ملي اړتيا ده.
دا بې خونده اعتراف د ټولو مجبوري ده چې مونږ لاهم په هېواد كې سالمه اداره نه لرو، په ځايي كچه شته ادارې د بې كفايتۍ بېلګي دي. دغه ادارې له ځينو نيمګړو او په رواياتو او رواجونو ولاړو قضايي او جنايي پرېكړو او ځينو ډېرو محدودو فعاليتونو پرته نور هيڅ ډول فعاليت نه لري. ولسوالان چې اصولاَ په سيمه كې د قانون ساتونکي ګڼل كېږي، له قانون څخه ناخبره وګړي دي چې تقريبا هر تصرف يې دغه كار ثابتوي. د مثال په توګه، د جنايي تورونو په صورت كې یو ولسوال د ورور په ځاى ورور، د زوى په ځاى پلار، د پلار په ځاى زوى، تره او داسې نور خپلوان ځوروي، پداسې حال كې چې زمونږ قانون په صراحت سره وايي چې جرم سرايت نه كوي. دغه راز، یو ولسوال د جرم تر اثبات وړاندې تورن وګړي دومره وهي چې هغوى ناچاره اعتراف ته پر ډبېدلو ترجيح وركړي او د بل چا پر جرم اعتراف وكړي او پايله داشي چې نه يوازې بېګناه وګړي په سزاګانو ښکېل شي، بلكي اصلي مجرم ددغسې نورو جرمونو ارتكاب ته وزګار شي. ډېر ځله خو دا ډبول هم تر هغو دوام لري چې د ولسوال صاحب خوله له خاورو ډکېږي.
له قانونه د ورته ناخبرتيا يو بله بېلګه مې يوه ملګري راته واوروله چې د یوې سيمې ولسوال د پرېكړې په ترڅ كې له يوه لوري څخه وړه نجلۍ بل لور ته په پور كې وركړه او پدې سره يې خپل كار اسانه او تر مخه دعوه غوڅه كړه.
معمول هم همدا دى چې د سيمې ولسوالان په خپله خلكو ته اختيار وركوي چې آيا خبره په پښتو غوڅوي او كه په شريعت؟
حال دا چې كه څه هم شريعت زمونږ د قانون سرچينه ده، خو مطلق اسلامي فقه زمونږ پشپړ قانون ندى. دغه راز پښتو هم درواخله، كه څه هم موږ د یوه ټولنیز سیسټم په درلودلو چې لا هم ډېرو سمونونو ته اړتیا لري بختور یو، خو هغه یو لیکلی او جوړښتي سیسټم نه دی او د انساني حق د خوندي کولو لپاره پوره باور نشي پرې کېدای، پښتو که پر يوه دستور هم ومنل شي، نو يو تدوين شوى دستور ندى. نو پداسې صورت كې پرهغه باندې قانوني فيصلې، او بيا په داسې يوه هېواد كې چې د ټولو پر خوښه يې قانون تصويب شوى غلط او ناروا عمل دى. خو زمونږ د ډېرې لوړې كچې مامورين او آمرين لا پدې خبره خپل سر نه خلاصوي.
د کارپوهو كارمندانو كمى يوازينۍ ستونزه نه ده. د اسانتياوو كمی، ناچاودي مواد، بې باوره ودانۍ، زورځواكي ځايي وسلوال، د مراكزو ناسم موقعيتونه، ددولت كمه يا كالعدمه توجه، د خلكو كمه همكاري، او بې شمېره نورې غټې او وړې ستونزي د اوسنۍ ادارې لمنه داغمنوي.
كه څه هم ستونزه پېچلې او ډېر اړخيزه ده، خو دلته يې يوازې د يوه اړخ په اهميت باندې لږ ډېر غږيږو، او هغه د ادارو د فزيكي بېخبنا مسئله ده.
له څرنګه مو چې له مخې يادونه وكړه، خپلمنځي جګړو د افغانستان اداري بېخبناوو ته صدمه رسولې، په پيل كې ملكي ودانۍ د غلچكيو جګړو، چې په تاريخ كې د ړندو او بې سترګو جګړو هويت لري، په نښه كړلې. په دولت د فشاره زياتولو لپاره ملكي ادارات او دهغو پرسونل ترټولو اسانه او ارزانه اهداف ول. د يوه عسكري غونډ د نښه كولو پرځاى د يوې اداري ودانۍ يا زراعتي پروژې نښه كول په كراتو اسانه او بې تاوانه عمل و. بالمقابل، ددولت له اړخه هم په ګوندي او انقلابي تمايل د مامورينو ټاكل او بيا دهمغو مامورينو په وسلو سمبالول او له اداراتو څخه د جګړې د سنګرونو، سياسي توقيف ځايونو او ځوروځايونو كار اخیستنې پدغه اور تېل اړول او دغه اور يې ژبغړاندى كاوه. پداسې حالاتو كې واكمن مجبورېدل چې د ځان ساتنې لپاره د ملكي اداراتو شا او خوا بې درېغه مینونه خښ کړي او هم د ملكي اداراتو په ودانيو كې د وسلو امبارونه جوړ كړي چې دې ټولو ستونزو د ځايي ملكي اداراتو فزيكي وضعې ته بې دركه زيان ورساوه او ملكي ادارات د كلونو كلونو لپاره په نږه جګړه ايزو سنګرونو بدل پاتې شول. جګړه پاى ته ورسېده، جګړه مار په يوه او بله ولاړل خو خالي سنګرونه يې لا هم له بې چاره ولس سره د مرګ او ژوند لوبه كوي او ملت لا هم د جګړه مارو د بد كردار اغېزي ګالي.
د اداري ودانيو نشتوالي، د ودانيو په سيمو كې نا چاوديدليو موادو ډېري او امبارونه، په اړوندو ځمكو د زروځواكو قوماندانانو خېټه اچونه د يوې ستونزي بېلابېل اړخونه دي چې دغې ستونزې ته سور او اوږدوالى وركوي.
د فزيكي بېخبنا د نشتوالي له امله دسيمې اداره شړېدلې او له مينځه تللې او د قانونيت څرك تر سترګو كېدل هم نااشنا او آن دا چې نا ممكنه خبره ده. دغه ستونزه په ځايي سطحه دولت ګواښوي او افغانستان بېرته د ملوك الطوايفيت په لورې كشوي.
له نېكه مرغه، د بن له غونډې راوروسته يو شمېر لرليد لرونكیو مشرانو وپتېيله چې د ځايي ادارې د بيارغونې د چارې د ترسرۍ لپاره د لمړي كتار يو پروګرام ترتيب كړي چې په ځايي كچه د دولت او حكومت د غښتلتيا له لارې د ثبات او سولي راستنېدنې ته لاره هواره كړي او په نږدې راتلونكې كې د افغانستان لپاره په سيمه او نړۍ كې د ځان او نورو لپاره د سوله خوښ او سوله من اولس جوړېدلو موخې وټاكي. دغه پروګرام د فزيكي بېخبنا جوړونې چار ته په خپل متن كې ځاى وركړى او د پروګرام له دريو مهمو اجرائيوي څانګو څخه يوه څانګه د ولسواليو د بېخبنا جوړونې چارې ته ځانګړې شوې ده. د فزيكي بېخبنا جوړېدل به لاندې مهمې ګټې ولري:
امنيت خوندي كېدنه:
د هېواد د متوازن او شامل انكشاف او پراختيا لپاره د ټول هېواد په كچه د امنيت شتون له حده زيات ضروري دى. په ځينو نه، او ځينو سيمو سيمو كې د امنيت او ښه ژوند شتون په هېواد كې د طبقاتو د مينځ ته راتلنې لاملېږي او ټولنيز عدالت او نياوو زيانمنوي. په يوه هېواد كې د وروسته پاتې او پرمخ تلليو سيمو ګاونډۍ اوسېدنه اسانه نده، د هوسا او ښاري سيمو اوسېدونكي هيڅكله هم د ګاونډيو وروسته پاتې سيمو له ضرر او بدو اغېزو څخه خوندي نشي پاتي كېداى.
ددې لپاره چې امنيت هېواد شموله كړاى شي او په ځايي كچه د خلكو مال او ځان خوندي كړاى شي، د قانون د پلې كونكو ادارو شتون ته سخته اړتيا ده چې د فزيكي اسانتياوو له مېنځته راتلنې وړاندې ددغسې ادارې او د هغې د پرسونل قيام ناشونى او غير عملي كار دى. ددې لپاره چې امنيت پالونكي پوليس په ولسواليو كې ټېك وكړاى شي، دهغو لپاره د هستوګنځايونو، مجهزو روزنځايونو او مناسب چاپېريال اړتيا ده. دغه راز د سزاو او قانوني پرېكړو لپاره هم د مسلكي او روزلي پرسونل شته والى ضروري دى خو روزلى پرسونل يواځې او يواځې په دې صورت كې هلته پاتي كېداى شي چې كم تر كمه د ژوند لازمي اسانتياوي ورته برابرې كړاى شي.
په ځايي مراكزو كې د مامورينو او كارپوهه كارمندانو ټېكاو:
لكه چې مومخكې يادونه وكړه، د سالمې ادارې د مېنځته راتګ لپاره دواړو، فزيكي زېربنا او كارپوهه پرسونل ته برابره اړتيا ده. د يوې هر اړخيزې ښې وړتيا لرونكي ادارې د مېنځته راوړلو لپاره په اوسنيو شرايطو كې له يوې سيمې څخه د ټول ضرورت وړ پرسونل بشپړول ناشونى كار دى. پدې سربېره په محلي اداره كې د ځايي خلكو استخدام او ګمارنه د ادارې په چاره كې د قرابتونو او مناسباتو د پاللو سبب كېږي او د قانون پلې توب ټكنۍ كوي. پدې سربېره ځايي خلكو په ځايي مسائلو كې د خپلې راتلونكي د ممكنه خطرونو له امله زړه ور اقدام او پرېكړه نشي كولاى نو پدې اساس اړتيا يې لازموي چې سيموته دې له نورو ځايونو څخه پرسونل ولېږل شي. پدې اړه تر ټولو مهمه ستونزه د ماموريت په سيمه كې د لازمه اسانتياوو نشتوالى دى چې لوستي وګړي لري او نږدې پرتو اطرافي سيمو ته له تګ او زړه ښه كولو څخه منع كوي. د فزيكي اسانتياوو رغونه به ددغې ستونزې په حل كې لوى لاس وكړي.
په ځايي مراكزو كې د متخصصو كارپوهانو ټېك:
د پرمختيايي او پراختيايي كارونو د پرمخ بيونې، نقشه اچونې، څارنې، راپور چمتو كونې او ډول ډول سروې ګانو او څېړنيزو كارونو او داسې نورو كارونو لپاره له پروژو او كارځايونو سره څېرمه د كارپوهه او مسلكي پرسونل قيام او هستوګنه ضروري وي.
په يوه سيمه كې د يوې پروژې لپاره د ټول مسلكي پرسونل موندنه په ځانګړي ډول په افغانستان كې ناشونى كار دى. د اړتيا په وخت كې په ولسواليو او لري پرتو ځايي سيمو كې د كارپوهه پرسونل اوسېدنه او حضور لازمي وي. خو د اسانتياوو نه شتون ډېر ځله تخنيكي او علمي كارپوهان اطرافونو ته له تګه زړه توري كوي.
د پيسو، مرستو او بوديجې بهيرېدنه:
ددريمې نړۍ د هېوادونو د اقتصادي غوړېدا په وړاندې يوه مهمه ستونزه د امكاناتو نامناسب، غير عادلانه او غير شامل وېش دى. ددغې ستونزې له امله د انډوليزې پراختيا او متوازن انكشاف مفاهيم له پامه غورځول كېږي او د يوه هېواد سټه داسې يوه وجود ته ورته كېږي چې ځيني غړي يې د ښو پهلوانانو او ځينې غړي يې د كمزورو بوډاګانو غړوته ورته وي. يالكه يو څوك چې په خپل يوه مټ باندې د بدن جوړونې تمرين ترسره كوي او غښتلى كوي يې، او بل مټ پخپل حال پرېږدي چې دغه ډول تمرين د بدن د ښكونې او زېبايي پر ځاى د بدن په بدبڼيتوب او بدشكلۍ تمامېږي.
كه دخپل هېواد په كچه نظر واچوو نو هم جوته ده د اقتصادي، تعليمي، روزنيزو او نورو وسائلو وېش له لمړي سره غير عادلانه او نابرابره دى. له دغه ډول وسائلو څخه ښاري وګړي تر نورو ډېره ګټه وچتوي. د ښار په هره كوڅه كې يو ښوونځى او په هر ناحيه كې د زده كړې يوه لويه اداره وي. خو په ولاياتو كې ډېرې داسې سيمي دي چې د شلګونو كليو پرسر يو لمړنۍ ښوونځى هم ونلري. ښاري خلك په اداراتو كې ډېر نفوذ لري او ددغه نفوذ په بركت يې اداري خدماتو ته لاسرسۍ اسانه دى او له ټولو وسائلو څخه تر نور ډېره ګټه اخلي. پوهنتونونه يې د كورونو ترڅنګ دي، روغتونونه يې د كورونو ترڅنګ دي، برېښنا لمړۍ ددوى تركورونو رسېږي او پداسې حال كې چې كليوال وګړي د تليفون او تلوېزون د توريو تميز نه لري، ښاري وګړي د تلوېزون دپروګرامونو په كيفيت هكله فلسفې بحثونه كوي چې دغه ډول وضع كلتوري فاصلې مينځته راوړي او د ښاري او ځايي وګړيو ترمينځ ستونزي رامينځته كېږي چې د كابل په ښار په وروستيو جګړو كې ددغې كلتوري فاصلې اغېزې له ورايه جوتې او څرګندې وې.
ټولنيز او ملي عدالت د دواړو، ښاري او ځايي وكړو خونديوالى تامينوي او ددواړو ترمينځ ګډه اوسېدنه او ګډه همكاري اسانوي. ددې لپاره چې په راتلونكې كې دداسې پېښو اغېزې كمې كړاى شي.
د روحيې او مورال لوړاوی او برتګ:
د افغانستان د روان كړكېچ اوږدېدنې افغانان په عمومي توګه له يوې ډول روحي مايوسئ او ستړيا سره مخامخ كړي. دغه ستړيا تر ډېره له هغه څه څخه شرچينه اخلي چې د اعتمادونو او اعتبارونو بايلل يې بللاى شو. تېرو ډلو، تپلو، مشرانو، تنظيمونو او جرياناتو په پرلپسې توګه نږدې ټولو ملت باور او اعتماد بايللى او خلك له ډېرو تجربو وروسته د نورو تجربو ترسره كولو ته زړه نه ښه كوي. په سياست او سياسي كارونو كې د ملت دلچسپي كمه شوې، خلك د سياست او بدلون په اړه زړه توري غږېږي او منفي تبصرې كوي. د افغانستان د بيارغونې د فزيكي اړخ په څنګ كې د خلكو د عامه روحياتو رغونه ډېره مهمه ملي دنده ده چې لا تراوسه پرې كم كار شوى. په لسيزو لسيزو پرلپسې بې باوريو كې اوسېدلى اولس نور هرڅه په خپلو سترګو ليدلي غواړي او د لري او اوږدمهالو وعدو او ژمنو انتظار ته يې ډډې نه لګېږي. د ولسواليو په مراكزو كې د فزيكي تغيراتو راتګ به د ځايي خلكو په مورال او روحيه خوراښه اغېز ولري او د څه شوي كار نه وروسته به د څه نور كار دكېدلو په هيله كم تر كمه د څه مودې لپاره له دولت سره له تربګينۍ څخه لاس واخلي.
ددولت اعتبار او وقار زياتېدنه:
په ځايي توګه د ډېرو عامو وګړو په نزد يوه دولتي اداره ددغې سيمې د څو تنو غريبو مامورينو تكيه ځاى او څو تنو متنفذينو د لاس آله ګڼل كېږي. څرنګه چې دولت د مادي عجز له امله اړين دى چې د سيمي خپل وګړي په سيمه كې د خپلو استاځو په نوم ومني، دغه كار د چارو د قانوني ترسره كېدنې په لاره كې بې شمېره خنډونه زېږولي. دولتي ادارې د متنفذينو تر رسوخ لاندي دي او ددولت هغه څه اندازه رعب او حيثيت چې د احترام او توجه راجلبولو لاملېږي، لدې امله له لاسه ځي چې خلك په خپلو سترګو ګوري چې ځايي دولتي ادارات د متنفذينو ډول ته ګډېږي او د همغوى د لاس ګوډاګۍ دي.
د دولتي اداراتو احتياج او كمزورۍ ددغې ستونزې اثر دوه چنده كوي. د ولسواليو په كچه د اسانتياوو رامينځته كېدنه به د خلكو په وړاندې د دولت او دولتي پرسونل وقار او عزت زيات كړي او د امكاناتو په راوندي كېدلو سره به ځايي ادارې د متنفذينو له رسوخ څخه پاكي كړاى شي.

August 5, 2007 | 9:08 AM Comments  0 comments

You must be logged in to add tags.


majeedullah qarar's Profile


Latest Posts
"ځانمرګی...
په کانونو...
ژوند فرصت دى...
په...
مسأله...

Monthly Archive

Change Language


Tags Archive
afghan afghanistan an in jirga، peace qarar افغانستان افغانستان، افغانستان،حامدکرزی،طالبان،مجيدالله،قرار،اندړ،جلالزی،مخالفین،peacejirga اقبال، امن اندړ، جلالزی جلالزی، د شعر، طالب، طالبان، غزنی، قرار، لنډه لیکنه، مجيدالله، مجیدالله مجیدالله، وطنمل پښتو، پښتون کیسه،

Filter By Type
Topics


7583 views
Important Disclaimer