ما تر ټولو ښايسته ملګريه( اجمل ملګريه)!
پوهان وايي چې مرګ يوازې د وزم بدلونه ده. كټ مټ لكه مور چې ماشوم له يوه تي څخه بل تي ته واچوي.
په معنوي لحاظ داسې مرګونه شته دي چې يوازې بدلون نه بلكې ابدي وركه او پوپنايي پرې جوړه ده. ددغسې وركې مستحقو وګړيو لپاره فزيكي مړينه د ځنكدن له پړاوه تېرېدل هسې يوه نمايشي او تمثلي بڼه لري او د ابدي وركې يوه
مقدمه وي. دغه ډول انسانان ترخپل روح بايللو وړاندي مري.
فزیکي/بدني مړينه لدې امله بې اهميته ده چې هم د لمړني دلې د وګړيو ( چې هيڅكله نه فنا كېږي) او هم د دوهمې ډلې د وګړيو (چې وار له مخه پنا دي) لپاره يوازې او يوازې د بڼې تغيير وي او بس.
دغه واقعيت يوې اعرابۍ عربۍ خپل مړه زوى ته په خطاب كې هم په ګوته كړى و چې ويلې اې زويكه! زه په تا خواشينې يم خو خواشينې نه يم، ځكه چې كه ته نېك خويه وې نو مړينه تاته تاوان نشي رسولاى او كه ته بدخويه وې، نه ژوند تاته ګټه نه رسوي، او اې زويه! كه مرګى بد واى نو خداى (ج) به خپل دوست او ګران پيغمبر نه مړ كاوه، او كه ژړند ښه واى نو خداى(ج) به خپل دښمن ابليس ته اوږد ژوند نه وركاوه.
هو، مرګى په پورتنيو لحاظونو، نه د چا په ګټه دى او نه د چا په تاوان، هغه يو بڼه ده او بڼه عرضي وي، نه جوهري.
خو، مرګ په ځينو نورو لحاظونو بيا ډېر بدرنګه دى، دمرګي هغه اړخونه چې بدرنګه دي هم ډېر دي، دغه بدرنګه اړخونه د پلار او زوى، مور او زوى، مينې او مين، ورور او خور، ملګري او ملګري او خوږو يارانو او خپلوانو د بېلتون په رنځمنو صحنو كې را لوڅېږي. او لاندې څو دغه ډول بدرنګۍ دي چې د مرګ څهره يې بدبڼې كړې ده:
ژوند يو فرصت دى او مرګ ددغه فرصت پاى
ژوند وصال دى او مرګ بېلتون
ژوند اميد دى او مرګ د اميد پرېكون
ژوند حركت دى او مرګ سكون
ژوند اقرار دى او مرګ انكار
يوه خبره بله هم يوڅه كش او تاو ته اړتيا لري چې هغه د اسارت او ازادي خبره ده، دغه دواړه دغه دواړه لري، يعنې مرګ هم ازادي ده او هم قيد،
ژوند هم دغسې در واخله،
توپير دومره دى چې د ژوند د څېرې په رنګ كې د ازادۍ روښانتيا زياته ده، ځكه نو ژوند د خلكو ډېر خوښ دى.
علت يې دادى چې خداى پاك د ژوند محور كار او كړنې ګرزولي او دغه محور د نيت په طاقت چورلېږي. دغه نيت بيا د خداى پاك يوداسې كائن دى چې خداى (ج) د نورو خو څه چې له خپل جبر څخه هم ازاد كړى دى. دا سمه ده د انسان كړه وړه به ډول ډول جابريتونو او مجبوريتونو ته تړلي وي خو دهغه نيت آن د خداى پاك له جبره هم ازاد دى او كه داسې ونه وايو نو بيا ولې دوزخ او ولې جنت؟؟؟؟
اوس راځو د مرګي خبري ته،
مرګى دې ورك شي، رنګ یې دې ورك شي،
داسمه ده چې مرګى د زمان او مكان له قيده وتل دي خو زمونږ ټول خوځښت په همدې زمان او مكان پورې تړلي، چې ونه خوځېږو نو ور اخوا په ازادۍ څه كوو؟ سكون خو خپله هم يوه قيد او ځولانه ده.
دا سمه ده چې مرګى مو د ژوند له دساتيرو وباسي، مرګى د اعضاوو له ډانچې څخه زمونږ د ورح بېلښت او ازادي ده، د كالبوت له پنجرې خلاصون دى، خو له دغو ازاديو سره په يوه وخت له انسان څخه اراده او نيت ترړول كېږي او دغه راز انسان د ښه يا بدو اوسېدلو واك له لاسه وركوي. انسان بيا ابدي د دغه اختيار د بيالاسته راوړنې تمنا كوي خو د داسي څه تمنا چې شونى ندى.
شهيدان خداى ته زارۍ كوي چې خدايه، ماته ژوند راكړه، ماته د ځان ښندنې او نه ښندنې اختيار راستون كړه، ما بيا و آزمويه، انسان به هلته هم غواړي چې ددغې ازادۍ او اختيار خوند وڅكي خو دا بشپړ اختیار هغه نعمت دى چې په جنت كې هم نشته، كه واى نو شهيد به يې ارمان نه كولاى.
ددې معنى داده چې ځينې نعمتونه په جنت كې هم نشته خو ژوند يې لري او په ژوند كې ترلاسه كېداي شي.
جنتيان چې بيا ژوند غواړي نو دوزخيان خو به يې خامخا غواړي، د دوزخيان عمده غوښتنه به همدا وي چې خدايه، اې خدايه مونږ بيا و آزمويه، مونږ ته يوځلې بيا د كولو او نه كولو اختيار يعنې د نيت او ارادې ازادي راكړه، خو هغوى ته به ويل كېږي چې دغه مجال درڅخه ستاسي مرګي اخیستى، مرګى ستاسې هغه پوروړى دى چې اوس نشته، مرګى ستاسې په مخ كې د پسه په څېر حلال كړاى شو، ستاسې پوروړی نور نشته، نور مرګ چاته نه راځي او نه چاته هغه څه وركولاى شي چې ورڅخه اخیستي يې دي. تاسې خپل پور له هيچا هم نشئ اخیستلاى، ځكه چې مرګى په خپله هم لاوارثه و.
زما په اند اجملیه، د ژوند ازاد اړخ، د ګټې اخیستنې/وركونې فوق العاده وړتيا او ظرفيت لري او مرګ خپله پرېكړه ناڅاپه اوروي او بيا هيڅكله خپله فيصله نه ماتوي.
رحمان بابا وايي چې:
ښه ده ښه ده دا دنيا--- چې توښه ده د عقبى
او بل ځاى وايي:
دوباره دې راتله نشته په دنيا
نن دې وار دى كه دروغ كړې كه رښتيا
زما تر ټولو ښايسته ملګريه (اجمله ملګريه)!
كه مرګى ضرر نه لري نو سمه ده وي به خو زه وايم تر ضرر ستر شي فاجعه ده، د فرصتونو له لاسه تګ فاجعه ده، زما په اند، مرګى يوازې هغو ته اختر وي چې له فرصتونو يې ښه ګټه پورته كړې وي او نن سبا داسې خلك يوازې په مثالي دنيا كې اوسېږي، که څه هم له شتونه یې انکار نشي کېدای، دغه ډول خلك د اقبال د دې طلائي كرښي ښكارندوى دي چې وايي:
نشان مرد مومن با تو گويم ،،،، كه چون مرګش رسد، خندان بميرد
ته هغسې وايې او زه بيا وايم چې:
ما مې لا خپل فكر تر خدايه رسولى ندى
ما مې لا خپل پېټى تر ځايه رسولى ندى
مرګيه زه لا څه وخت مړينې ته تيار نه يم
مرګيه زه له حوصلې خپلي بېزار نه يم
مرګيه ته دې دليلونه د فطرت ووايه
زه به مې تاته، ته دې ماته مجبوريت ووايه
ته زما مړينې ته د خپل مزاج حاجت ووايه
ته زما ټكنده انكار ته لجاجت ووايه
خو زه په هيڅ صورت خپل خون وتاته نه در بښم
زما د مرګ په نرخ ژوندون و تاته نه دربښم
د زړه ټوټې تر ټولو ښايسته ملګري ته،
درناوى