TIGblogs TIG | TIGblogs GROUP TIGBLOGS LOGIN SIGNUP
شاعرانه
شاعرانه
د "ننګ" مسأله :ښکنځل-ماره رسنۍ د افغان پر ننګ بلوسي


ښکنځلې د کینې سړولو او نورو د حیثیت تر پښو لاندې کولو لپاره کارېدونکې وسيله ده. ځینې خلک ښایي د ځینو مجبوریتونو له امله سیده او ډانګ پېیلي ښکنځلې ونکړای شي، خو - د هغوی له نېکه بخته- ښکنځلې ځینې نورې بڼې هم لري چې د کین-کښو د کینې خړوبولو لپاره تر لومړۍ هغې هم مؤثرې او اغېزمنې دي.
یو چاته په مستقیمه توګه د بدو نسبت ښکنځله ده، خو په یوه رسنۍ کې د چا په اړه د یوه ناسم او بې مدرکه خبر خپرېدا ډېره بده ښکنځله ده. ښکنځل نورې بڼې هم لري، لکه پر چا ناحقه تور او دعوا، په مستعار نوم د یوې لیکنې له لارې د چا د بدنامۍ هڅه او داسې نورې.
د ښکنځلې دوهمه بڼه، یعنې غیر مستقیمه ښکنځله تر ټولو زیاته ضررناکه، ترهوونکې، او له اخلاقي پلوه لوېدلې ده.
په افغانستان کې داسې ښکنځل-مارې رسنۍ شته چې په وازه خوله خلکو ته دغه ډول موډرني او غیر مستقیمې ښکنځلې کوي او د مطبوعاتي فعالیت تر لمنې لاندې خپلې ناسمې او کږې اجنډاوې پر مخ بیایي.
د دغو رسنیو خاوندان په اخلاقي لحاظ د هغو توپکیانو، وطن دښمنانو، او ملي ضد عناصرو ځایناستي دي چې پخوا په بربنډه توګه د افغانستان په ورانولو لاس پر کار و، او په لوټ، تالان، چور، ترور، وژنو، تهدیدونو، بدمعاشیو، او نورو فعالیتونو لګیا ول، خو د وخت له بدلېدلو سره یې ځانونه لکه د شوتلې ملخان د شوتلې په رنګ کړل، او د نوي ډیموکراسۍ، او د بیان د ازادۍ له عنوانو په استفادې سره یې خپلو پخوانیو ماموریتونو ته دوام ورکړ.
د هغوی د انسان وژنې نوې بڼه، د انسانانو د شخصیت وژنه، او د ټولنیز وراني نوې بڼه د ټولنیزو اقدارو تر پښو لاندې کول، او د منحرفو ټولنیزو ذهنیتونو او افکارو خپرول دي.
دغه لوري- د ورځې د ضرورت پر اساس- د انسانانو د وژنې لپاره، له بم اېښودلو کار نه اخلي، بلکې په ټولنه کې داسې نامرﺉي بمونه اېږدي چې د خلکو معنویات پرې له منځه وړي، او د ټولنې پر سینه د تعصبونو، رسواییو او کرکو ټپونه اېږدي.
په داسې حال کې چې نوی دولت د امنیت په مسأله کې او د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره، په ځانګړې توګه په دې جګړې-وروسته وضعیت کې د مطبوعاتو غښتلې ننګې ته ضرورت لري، د ځینو غرضي او پټو اجنډاوو لرونکیو رسنیو خاوندان په افغانستان کې د دولت په تخریب بوخت دي.
د دوی د دغسې کردار د یوې مهمې بېلګې په توګه به د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ته د ولسمشر د سفر په اړه د دغو رسنیو د مغرضانه راپورونو یادونه وکړم. په داسې حال کې چې په هاغسې یوه سیمه کې د توغندیو توغول کېدل یوه ډېره عادي، او اسانه ترسره کېدونکې پېښه وه، د اندړو د پېښې په اړه مهمه داوه چې ولسمشر داسې یوې سیمې ته په ورتګ سره د فوق العاده جرأت، او له خلکو سره نیږدې خواخوږۍ بېلګه وړاندې کوله، او د رسنیو خبر هم باید همدا وای، خو دې مغرضانه رسنیو، لکه بمبري چې له ګلانو څخه هم زهر ټولوي، دغه خبر داسې وړاندې کړ چې ګواکي ولسمشر له یوې حملې څخه ژوندی راووت. په داسې حال کې چې توغندي له ولسمشر څخه په ډېر لري واټن کې لګېدلي ول، چاودلي هم نه ول، او د لومړي توغندي له توغول کېدو وروسته هم ولسمشر د اوږه مهال لپاره خپلې وینا ته دوام ورکړی و.
دغه رسنۍ د ملي مصلحتونو پر خلاف، په ډېره بې باکۍ د مخالفینو د دعوو په خپرولو او د دولت د تلفاتو په زیاتو ښودلو سره په جنوب کې پر شته وو نا ارامیو مرموزه خوښي څرګندوي، او بالعکس د رغاونیزو پروژو او پرمختګونو په پټولو او نه تبليغولو سره په شعوري توګه د دولت پر لاسته راوړنو پرده اچوي.
د طلوع تلویزون، او ارمان ملي ورځپاڼې د بیان د ازادۍ شعار له څخه په غلطې استفادې سره خپله ملي ضد او پلان شوې اجنډا تعقیبوي، او د شخصیتونو او لوریو د بدنامولو او جرح کولو یوه منظمه لړۍ پر مخ بیایي.
د دې خبرې یو جوت دلیل دادی چې د هغوی د تبلیغاتو، او افتراګانو هدف او موخه یواځې یو خېل وګړي او لوري دي چې له دې کار څخه د هغوی پېیل توب او طرفداري له ورایه جوتېږي. اسانه خبره داده چې وپوښتل شي آیا په نورو توکمونو کې داسې د خدای ګناهګار نه پیدا کېږي چې هغوی ورپسې څه ووايي؟
په داسې حال کې چې د بشر د حقوقو د سازمانونو لخوا د په ګوته شویو تېري کوونکیو او جنګي مجرمینو ۸۰ سلنه د دوی د تبلیغاتو له وار او ګذار څخه په امن ده، باید پوښتنه وشي چې دا څه ډول ناپېیلتوب او بې طرفي ده.
آیا هغوی د دوستم، محقق، فهیم، قانوني، او نورو په دوسیو کې دومره څه ونه موندل چې آن یوه ورځ هم تبصره پرې وکړي؟
عجیبه او د پام او تبصرې وړ خو لا داده چې د شمالي ټلوالې د پخوانیو غړیو له کتاره هم یواځې او یواځې سیاف په نښه کېږي، او مسخره کېږي.
د غه چینلونه د هېواد سیاسي او ملي مسألې مسخره کوي او په ډېره غیر جدي او طنزیه توګه یې تر بحث لاندې نیسي. په حساسو ملي مسألو، لکه د سولې پر بهیر، د سرحداتو پر مسألو، پارلماني مسألو او نورو د هغوی د تبصره چیانو او مسخره چیانو غیر مسؤولانه تبصرې او خپرونې عامه ذهنیتونه ګډوډوي، او د تعصب، کرکې، او بې باورﺉ فضا رامنځته کوي.
د طلوع ټلویزون، او دارمان ملي، او چراغ په څیر ورځپاڼې د ملي روغې جوړې د پروسې د بدنامولو او مخنیوي محسوسې هڅې کوي او هغوی ته چا دا نه دي ښودلي چې ملي روغه جوړه ملي پروسه ده، او په دې پروسه کې همکار لوري، په هر نامه چې دي، د ملت ريښتیني بچیان دي.
د حزب اسلامي ګوند ته د خلکو په منسوبولو سره هغوی د سیاست له حساسیتونو څخه ګټه پورته کول غواړي، په داسې حال کې چې د حزب اسلامي د ګوند هغه وګړي چې له دولت سره همکاري کوي، او د سولې د پروسې ننګه کوي، تر هر چا زیات د نازونې او ننګې وړ دي، او تر دې دمه یې فوق العاده کاري وړتیا ثابته کړې ده.
د نیونې، اختلاس، حبس، تېري، او نورو قضیو سوابقو ته له حزب اسلامي سره په تړاو ورکولو هغوی د ملي روغې جوړې په پروسه کې د نورو د شمولیت مخه نیسي.
دغه رسنۍ د بیان د ازادۍ تر عنوان لاندې کرکه پاروونکي بحثونه، غیر اخلاقي بهرنۍ خپرونې، حساسیت پاروونکي خپرونې، په قومونو، او توکمیزو ډلو تعرضونه، او لفظي حملې، او ډول ډول مضر فعالیتونه ترسره کوي.
په دې سربېره د ملي ټرمینالوجۍ په برخه کې شعوري تخطي ګاني کوي، د پردیو الفاظ او رسمي ټرمینالوجۍ کاروي، او د پردیو د فرهنګی، اقتصادي او سیاسي ګټو خوندي کولو یوه محسوسه لړۍ تعقیبوي.
دغه رسنۍ له ملي ورځو سره بې غوره چلند کوي، په داسې حال کې چې د پاکستانیانو د خیبر چینل د څو ورځو خپرونې د افغانستان د ازادۍ ورځ او نورو ملي ورځو ته ځانګړي کوي، دغه رسنۍ په افغانستان کې دننه پر دې مناسبتونو سطحي تېرېږي، او پام نه ورته کوي.
که څه هم ملت او او شته بصیرت لا له وړاندې درک کړې چې د دې لیدلوري لرونکيو خلکو ستونزه له اسلامي حزب، حکمتیار، سیاف، افغان ملت، قومپال احدي (!) فاشیست نجیب(!)، فاشیت خرم(!)، بنسټپال لوی څارنوال (!)، حزبي آصف ننګ(!)، حزبي جمعه خان (!) یا نورو اشخاصو او ګوندونو سره نه ده، بلګې د دوی د کړنو ريښتینې انګېزه د دوی په زړونو کې د دې ملت د تاریخ، فرهنګ، او پخوانیو، او اوسنیو بچیو لپاره راټوله شوې هغه کینه او حسد دی چې د خړوبولو لپاره یې هیڅ ډول فرصت له لاسه نه ورکوي، او له هر ډول روا او ناروا وسيلې څخه استفاده کوي.
کټ مټ لکه د شمالي ټلوالي مشران چې د دولت پر وجود ننوتلي، او دولت ته زیان رسوي، ستمي ښکاره(پدیده)، هم د نوې ډیموکراسۍ پر وجود ننوتلې داسې ناروغۍ ده چې د دیموکراسۍ وجود له دننه څخه تخریبوي او پر ملي ارزښتونو کرغېړنې خوي لګوي.
په داسې حال کې چې افغانستان د ملت جوړنې د پروسې د ملاتړ او د غیر ملي افکارو د له منځه وړلو لپاره تبلیغاتي ننګې ته اړه لري، په پردیو پورې تړلي چینلونه او راډیوګانې د افغانستان کلتوري بریدونه ترپښو لاندې کوي او اخلاقي ارزښتونه تر یلغار لاندې نیسي. آیا له په کلتوري لحاظ په یوه له جګړې وروسته هېواد (Post war country) کې باید له حساسیتونو سره دغسې چلند وشي؟ آیا لومړیتوب دادی چې دخلکو ارزښتمن وخت په مبتذلو او بې ګټیو هندي، انګرېزي او ایراني سندرو ډک کړای شي؟
دولت باید د یوې یوې قضیې د مستقلې معالجې او څېړنې پر ځای پر عمومي ستونزه فکر وکړي، او لږ تر لږه له دننه څخه د مخربو عناصرو په تصفیه کولو سره ځان له بهر څخه د ننګونو مقابلې ته چمتو او فارغ کړي.
هغه دولت چې پر خپلو منسوبینو، غړیو او طرفدارانو ننګه ونه لري، خپل اعتبار له لاسه ورکوي، او د سبا لپاره باید د شته ملاتړ تمه هم ونه لري.
دا چې نن آصف ننګ په جاسوسۍ تورن شو، پرون لوی څارنوال پر بنسټپالۍ او لېونتوب مشهور شو، یا په جمعه خان همدرد د عام وژنې، او پر احدي په وزارت کې د قوم پالنې افترا پورې شوه، پر نعیمي د قوم پالنې او ستم، پر خرم د بې کفایتۍ تورونه پورې شول، پر فاروق وردګ د حزبي تمایلاتو او بیا دا ټول تورونه پوچ او بې اساسه ثابت شول، د دولت د حیثیت سوال مطرح کوي، نه د دولت د غړیو.
په هره پاسنۍ پېښه کې د دولت پر حیثیت تېری شوی، او په څنګ کې د هېواد د بیارغونې، د ولسواکې حکومتدارۍ د تقویې، او د ملت جوړونې پر پروسې تېری شوی، تعصباتو ته لمن وهل شوې، په قومي او ژبنیو عنوانونو خلک را پارول شوي، او بغاوتونو ته هڅول شوي، دا ټولې هغه مسألې دي چې درک کول یې د غښتلي ملي وجدان لرونکي دولت کار دی.
کله چې دولت د خپل حریم نه دفاع نشي کولای، په دولتي مقاماتو پسې د تړل شویو افتراګانو سپیناوی نشي کولای، په ټول ځواک د یوه تلویزوني چینل له تعقیب څخه عاجز دی نو که زموږ دولت داسې وي نو بهتره داده چې تر هرڅه وړاندې د افغان پر ننګ او څيرې ګرېوان وژاړو.
موږ د خپل روڼ اندي آصف ننګ او نورو پر پاک لمنۍ ایمان ولرو چې د طلوع ور شیندلي خباثتونه به یې کله هم داغداره نه کړای شي.


مجیدالله قرار

بېرته شاته



August 5, 2007 | 7:09 AM Comments  0 comments

Tags:
You must be logged in to add tags.


majeedullah qarar's Profile


Latest Posts
"ځانمرګی...
په کانونو...
ژوند فرصت دى...
په...
مسأله...

Monthly Archive

Change Language


Tags Archive
(1985) against during governance infrastructure qarar russians war افغانستان، اندړ اندړ، بېخبنا،افغانستان،قرار،اندړ،زېربنا،ثباتټینګښت،مجيدالله،afghanistan جلالزی جلالزی، شعر، طالب، طالبان قرار، لنډه مجيدالله مجيدالله، مجیدالله مجیدالله، مقاومت، نثر، پښتو، ژباړه، ژوند، کيسه، کیسه،

Filter By Type
Topics


12916 views
Important Disclaimer