TIGblogs TIG | TIGblogs GROUP TIGBLOGS LOGIN SIGNUP
شاعرانه
شاعرانه
« previous 5


"ځانمرګی شهید شو که ابته" دا مهمه نه ده- د طالب جان زړه خوږي لیکنه



د قمبر څلورلارې ځانمګرګی شهید شو، او که د جهنم کندې ته ور ورغړېد، دا خبره یواځې همده ته مهمه ده، خو د هرې ورځې د لسګونو بې ګناه هېوادوالو د وژل کېدلو، او لسګونو کورنیو د بې سرپرسته کېدلو مساله زموږ او ټولو مسلمانانو ټولنیزه ناندره ده چې د هغې حقیقت پلټل د ټولو مسلمانانو دیني او اسلامي وجیبه او د افغانانو ملي مسؤولیت دی.
د دې لیکنې له لارې غواړم د ځانمرګو بریدونو (په ځانګړیو مواردو کې استشهادي بریدونو) په اړه د ښاغلي وطنپال او نورو پردې ترشا لیکوالو په لیکنو کې څو بنسټیزو تېروتنو ته اشاره وکړم، چې زما لیکنه به د حکم او فتوی له صادرولو، قضاوت کولو او بې علمه بزرګۍ خالي وي.
لکه د جلال آباد د موسیقۍ په محفلونو کې دود دی، هغه کس چې کله ناکله د سندري ویلو لپاره سټیج ته ور ولاړېږي، او په اصطلاح مسلکي نه وي، خلک یې سندرغاړی نه، بلکې شوقي بولي، زه هم دې ډول لیکونکو ته د لیکوال پر ځای لیکونکی یا شوقي لفظ کارول غوره بولم، ځکه چې که لیکوالي هنر وي نو دروازه به یې ژبه وي، او په دغو لیکنو کې د ادیبـانو او علماوو په نسبت د هغو جټو بنګړیوالو (چچګرو) ژبه ډېره کارېږي چې په خبرو کې به یې د فصاحت په نسبت چالاکي ډېره وه.
له دې پرته هغه استدلالونه او تعریفونه، چې په دې لیکنو کې وړاندې کېږي، له جامع والي او مانع والي څخه، چې د سم استدلال لومړني شرطونه دي، خالي او پوچ دي.
دا ډول استدلالونه چې د عربو په اصطلاح ارتجالي یا عشوایي بلل کېږي، د فارمي جرګوړیو په څېر دي چې په نیم ساعت کې د مصنوعي تودوخې په زور له هګۍ را وځي. یا هغو مېوو ته ورته دي چې د کاربایټو په زور په نیمه ورځ کې پخېږي خو خوند او کیفیت نه لري.
وایي چې حضرت امام حسن بصري رضی الله عنه یوه ورځې یو کس ملامت کړ او ورته یې وویل: "إنكم لتفتون في مسألة لو عرضت علي عمر رضي الله عنه لجمع لها اهل بدر".
ژباړه: تاسې په یوه داسې مسأله کې هم له فتوا ورکولو ډډه نه کوئ چې که هغه حضرت عمر رضی الله عنه ته وړاندې شوې وای نو هغه به - په فتوا کې د احتیاط په منظور- د بدر د غزا برخه اخیستونکي (چې په قرآني آیت یې فضیلت بیان شوی او منلي دي)، راټول کړي وای.
د امام حسن بصري دغه وینا د نن ورځې د هغو لسګونو خپل سریو مفتیانو په اړه صدق کوي چې فتوا د کار اسانولو لپاره یې لکه د کابل د میرزایانو د فتواګانو فورمې جوړې کړي؛ د قال الله او قال الرسول خالي خانې یې ډکوي او په پای کې یې مشتري ته د فتوا ټاپه ور لګوي.
دغه جنابان په یوه داسې معکوسه قضیه کې اوسېږي چې په اسانو او سپکو مسایلو کې له نهايي احتیاط څخه کار اخلي، خو په ډېرو ګرانو مسالو کې بیا ډېره په اسانه خوله پرانیزې. د مثال په ډول، که یې د اختر د ورځې په اړه وپوښتې نو د مضر احتیاط له امله به د ټولو مسلمانانو د وحدت خبره شاته وغورځوي، او د اتفاقي اختر په اړه به د احتیاط(!) لاره غوره کړي او په ګڼو خلکو به د اختر په ورځ هم روژه ونیسي، خو که یې د یو چا د وینې د اباحت په مساله کې وپوښتې نو خبره به دومره اسانه کړي چې ته به وایې د چنګېز مفتي دی.

د ځانمرګیو بریدونو په اړه د ښاغلي وطنمل د ده په اصطلاح "موضوعي لیکنه" چې یواځې یوه اثباتي (نه تحقیقي) لیکنه ده، د دغسې بې احتیاطه لیکنو یوه بېلګه ده. زه یې ځکه موضوعي نه بولم چې د موضوعي لیکنې لومړی شرط دادی چې هر ډول نظریات او استدلالونه په منصفانه ډول وڅېړل شي، په داسې حال کې چې وطنمل په کچړي کې داسې ګوتي راښکلې چې غوړي ټول د ده لور ته ور مات شوي، او هیڅ مخالف نظر ته یې په لیکنه کې ځای نه دی ورکړی.
په دې کې خو ښایي ښاغلی وطنمل هم شک ونکړي چې علم درلودل د فتوا لپاره تر ټولو لومړی شرط دی، چې البته څه نور شرطونه هم شته دي، خو په دې به ښاغلی وطنمل په ګرانه اعتراف و کړي چې د هغه د پوهې قد لا تر دې ډېر ټیټ دی چې د عامو مسلمانانو د ژوند او یوې شومې ټولنیزې ستونزې په اړه داسې په نره فتوا صادره کړي.
د ښاغلي وطنمل د لږ پوهې یو دلیل خو دادی چې هغه دا مساله تر هغه باب لاندې چې بایده وه، نه ده څېړلې، او هم یې هغه دلیلونه چې وړاندې کړي، له بله بابه را اخیستې او د خپل استدلال کوټه یې پرې غټه کړې.
د ښاغلي وطنمل ټول استدلالونه د هغه چا په اړه دي چې په جګړو کې یې مېړانه ښودلې، او د غلیم پر صف ور ننوتلي، او تر هغو یې توره چلولې چې شهیدان شوي دي.
په داسې حال کې چې زموږ د مسالې صورت له دې صورته بېخي بېل او جدا دی. موږ چې کله ځانمرګي بریدونه یادوو نو هغو "د حافظ غونډارو" ته اشاره کوو چې وچ او لانده دواړه سوځوي، د مسلمان او کافر توپير نه کوي، عام او خاص نه ګوري، عام بازار او سنګر نه بېلوي او تر ټولو بده یې دا چې د کفارو په پرتله مسلمانانو ته زیات زیان اړوي.
ښاغلی وطنمل بیا دا ټولې خبرې ناویلي پرېږدي، او د هغو غازیانو تاریخچه دلیل نیسي چې په جګړه کې د کفارو پر لیکه ور ننوتلی او تر هغو جنګېدلی چې شهید شوی دی.
زه له ښاغلي وطنمل څخه پوښتنه کوم چې آیا تر دې دمه چا هغه طالب هم ځانمرګی بللی یا غندلی چې له خپلې پیکا یا راکېټ سره تر هغې جنګېدلی څو شهید شوی؟
د خلکو ګیله همدغه ده چې د مخالفینو ډلې له امریکایانو او بهرنیانو سره له مخامخېدلو ډډه کوي، او د ملي اردو او پولیسو پر سرتېرو ځکه نېغه ورځي چې هلته یې د مرګ وېره یوه اندازه کمه وي.
آیا ښاغلی وطنمل نه دی خبر چې په افغانستان کې د دې ډول بریدونو ۸۰ سلنه قربانیان ملکي مؤمن وګړي دي. ښاغلی وطنمل پخپله هم ځای ځای د مسلمانانو د مصلحت خبره کوي. زه له ښاغلي یوه پوښتنه لرم، او هغه دا چې آیا همدغه سړی چې په عامو محضرونو کې ځان الوزوي، له بازار، کلي او ښار څخه بهر دغه کار تر دې په غوره طریقه نشي کولای؟ آیا هغه د یوه راکېټ په وسيله د یوې پر ځای دوه درې شوبلې نشي الوزولای. آیا هغه دیوه کلاشینکوف په وسيله څو پولیس یا پوځیان دقیق نشي په نښه کولای؟ بهتره به دا وي چې دغه باتور په کومه جګړه کې ګډون وکړي، او تر هغو وجنګېږي چې سا ورکړي. لږ تر لږه عام مسلمانان به یې له شره په امن وي. مصلحت به هاغه وي او که دغه؟
ښاغلیه وطنمله! تاسې دلته د مسلمانانو د وینو تویولو د روا والې فتوا صادره کړې، ځکه چې زموږ بحث پر همدغې موضوع و. دا موضوع فقهاوو د تترس یا تدرع تر عنوانونو لاندې څېړلې، نه د ځانمرګي بریدونو د روا والي، یا نه روا والي.
د تترس (زغره/ډال جوړولو) په اړه هم یواځې امام ابوحنیفه او ځینو نورو علماوو په ډېرو خاصو او سختو شرایطو د مسلمان د وژني اجازه ورکړې چې هغه شرایط به لاندې د امام قرطبي د قول په تفسير کې بیان شي، خو لومړی هغه آیتونو ته راځو چې د کفارو ترمنځ شته وو یا اوسېدونکیو مسلمانانو ته ضرر رسول منع کوي، او متضررو مسلمانانو ته د جبيرې او عوض ورکړه لازمي ګرځوي.
د دې آیت په تفسیر کې چې وایي: "وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاء مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَؤُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاء لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا"
امام قرطبي وایي:
"ولولا رجال مؤمنون" يعني المستضعفين من المؤمنين بمكة وسط الكفار، كسلمه بن هشام وعياش بن أبي ربيعة وأبي جندل بن سهيل، وأشباههم. "لم تعلموهم" أي تعرفوهم. وقيل لم تعلموهم أنهم مؤمنون. "أن تطؤوهم" بالقتل والإيقاع بهم، يقال: وطئت القوم، أي أوقعت بهم. و"أن" يجوز أن يكون رفعا على البدل من رجال، ونساء كأنه قال ولولا وطؤكم رجالا مؤمنين ونساء مؤمنات. ويجوز أن يكون نصبا على البدل من الهاء والميم في "تعلموهم"، فيكون التقدير: لم تعلموا وطأهم، وهو في الوجهين بدل الاشتمال. "لم تعلموهم" نعت لـ "رجال" و"نساء". وجواب "لولا" محذوف، والتقدير: ولو أن تطؤوا رجالا مؤمنين ونساء مؤمنات لم تعلموهم لأذن الله لكم في دخول مكة، ولسلطكم عليهم، ولكنا صنا من كان فيها يكثم إيمانه."
ژباړه: که چېرته په مکه کې د کفارو ترمنځ مؤمنان مستضعفین نه وای، چې تا سو نه پېژندل او کېدای شي په غلطی مو هغوی ته ضرر رسولی وای، نو خدای پاک به تاسې ته مکې ته د داخلېدلو اجازه درکړې وای، او تاسې به یې پرې مسلط کړي وای، خو خدای پاک د هغوی د ساتنې لپاره تاسې ته اجازه در نکړه، د دې لپاره چې تاسې ته بدنامي ونه رسېږي، او کفار ونه وایي چې مسلمانانو خپل همدیني مؤمنان ووژل. (قرطبي د پورتني آیت شریف تفسير).
علامه قرطبي د همدې آیت په تفسير کې ویلي چې خدای جل جلاله د نساء سورت په ۹۲ آیت کې د هغو مؤمنانو د قتل د بدلې ورکړه لازمي ګرځولې چې په غلطۍ د کفارو د جګړې پر مهال وژل کېږي.
اوس راځو له مسلمان څخه د کافرو لخوا د ډال یا زغرې جوړېدلو موضوع ته چې امام قرطبي یې داسې تفصیل ورکړی..
امام قرطبي رحمه الله د دې آیت شریف په شرح او تفسير کې چې وایي: "لو تزيلوا لعذبنا الذين كفروا منهم عذابا أليما"، فرمایي:
وكذلك لو تترس كافر بمسلم لم يجز رميه. وإن فعل ذلك فاعل فأتلف أحدا من المسلمين فعليه الدية والكفارة.
ژباړه: که چېرې کافرو له مسلمانانو څخه ډال جوړ کړ نو د هغوی وژل نه دي روا، او که چا داسې کوم مسلمان مړ کړ نو د قتل دیت او کفاره به ورکوي.
امام قرطبي د دې آیت په اړه وایي: " هذه الآية دليل على مراعاة الكافر في حرمة المؤمن، إذ لا يمكن أذية الكافر إلا بأذية المؤمن."
ژباړه: دا آیت د دې دلیل دی چې د مسلمانانو په حریم کې باید د کافرو مراعات وشي، یعنې هلته چې مسلمان ته له ضرر رسول کېدلو پرته کافر ته ضرر نشي رسېدلای، باید د کافر هم مراعات وشي.
خو امام قرطبي د جمهورو علماوو په حواله یوه استثنا هم ذکر کړې ده، چې د آی ایس آی د وژونکو صورت هغې استثنا ته نه جوړېږي. هغه وايي:
"قلت: قد يجوز قتل الترس، ولا يكون فيه اختلاف إن شاء الله، وذلك إذا كانت المصلحة ضرورية كلية قطعية. فمعنى كونها ضرورية: أنها لا يحصل الوصول إلى الكفار إلا بقتل الترس. ومعنى أنها كلية: أنها قاطعة لكل الأمة، حتى يحصل من قتل الترس مصلحة كل المسلمين، فإن لم يفعل قتل الكفار الترس واستولوا على كل الأمة. ومعنى كونها قطعية: أن تلك المصلحة حاصلة من قتل الترس قطعا. قال علماؤنا: وهذه المصلحة بهذه القيود لا ينبغي أن يختلف في اعتبارها، لأن الفرض أن الترس مقتول قطعا، فإما بأيدي العدو فتحصل المفسدة العظيمة التي هي استيلاء العدو على كل المسلمين. وإما بأيدي المسلمين فيهلك العدو وينجو المسلمون أجمعون."
ژباړه: زه وایم، ښایي ځینې وختونه د ډال شویو مسلمانانو وژنه رواشي. او دا په هغه وخت کې چې د مسلمانانو لپاره ضروري، کلي او قطعي ګټه پکې نغښتې وي.
هغه د دې درېیو (ضروري، کلي، او قطعي) تفصيل وړاندې کوي او وایي: د ضروريوالي معنا دا ده چې د دې زغره نیول شویو مسلمانانو له وژنې پرته به کفارو ته رسېدل ناممکن وي.
زه له وطنمل خان څخه پوښتم چې آیا له بازارونو بهر د کفارو وژنه ممکنه نه ده؟ افلا تعقلون؟
آیا کفارو دغه په بازارونو کې خپل اولاد ته روزي ګټونکي مسلمانان خپلو ځانونو ته ډالونه نیولي؟
امام قرطبي د کلي معنا داسې کوي: ( معنی الکلیه انها قاطعة لكل المسلمين)، یعنې دا چې د دې مسلمانانو وژنه به په قاطع ډول د ټولو مسلمانانو په ګټه او تاوان پورې اړه لري، نه دا چې د یوې خاصي ډلې د بري یا ماتې لامل به ګرځي. نو آیا ملا عمر د ټولو مسلمانانو استاځی دی؟ او آیا د قمبر پر څلورلارې د مور او ماشومانو په شهيدولو سره ټولو مسلمانانو ته قاطع بری ور ترلاسه شو؟ او که نه دغسې به په رزګونه نور وژل کېږي تر څو ملا عمر اخوند بېرته له لاسه وتلي ډاټسنې او د واک ګدۍ ترلاسه کړي، او عرب شیخان د څلورو څلورو ماندینو فرصت.
امام قرطبي درېیم شرط شرح کوي او وایي: (( ومعنى كونها قطعية: أن تلك المصلحة حاصلة من قتل الترس قطعا.)) د قطعیوالي معنا دا ده چې هغه ګټه به له دې وژنې څخه په قطعي توګه لاس ته راځي، او په دې کې به شبهه نه وي چې د دې مسلمانانو په وژلو سره کافر ماتې خوري. آیا د افغاني رېړۍ والاوو په وژلو سره کرزی او بوش قطعي ماتې خوري، او که به په رزګونو داسې نورو پېښو ته اړتیا وي چې بوش ماتې وخوري.
په دې اړه نورو علماوو هم ورته نظر لرلی. جمهور علما هم په دې عقیده دي چې یوه روا کار ته له ناروا لارې رسېدل منع دي، په ځانګړې توګه، د مسلمان وژنې له لارې.
امام غزالي (رحمه الله) وايي: " والذي ينبغي، الاحتراز عن التكفير ما وجد له سبيلاً فإن استباحة دماء المصلين المقرين بالتوحيد خطأ، والخطأ في ترك ألف كافر في الحياة، أهون من الخطأ في سفك دم لمسلم واحد"
ژباړه: "هغه څه چې اړینه ده، تر وسه وسه د خلکو له کافرولو څخه ډډه کول دي، ځکه چې د نمانځګذارو او پر توحید اقرار کوونکیو وینه روا کول لویه تېروتنه ده، او د زرو کافرو د ژوندي پرېښودلو تېروتنه د یوه مسلمان د وینې تویولو تر تېروتنې لویه ده".
ګرانه، زه ستا د دلایلو په اړه هیڅ هم نه وایم، که څه هم د ویلو لپاره ډېر څه لرم، خو که زه هم ستا پر دلایلو وغږېږم نو لوستونکي به دواړو ته وایي چې "هلکه، وهم دې چېرې، او ډب دې چېرې خېژي".
خلکو ته ستا جنتي کېدل یا دوزخي کېدل هومره مهم نه دی لکه د هغوی د خپل ژوند او امنیت او د ټول اسلام بدنامي او د مسلمانانو ټولنیز وضعیت ګډوډېدل چې ورته مهم برېښي. دا چې ته پر ځانمرګي برید شهید کېږې یا حبطه کېږې، دا ستا خپله مساله ده، او فتوا یې یواځې هغو ته مهمه ده چې د آی ایس آی په روزنځایونو کې تر قرنطین لاندې دي، خو که بیا ستا له شهادت څخه لس نورې کورنۍ، نارینه یا ښځینه له مشر پلاره، مېړه، ځوان زویه یا واړه نونهاله محرومېږي، دلته بیا ستا د شهادت خبره یواځې تا ته مهمه ده، هغوی ته ستا دغه ډول فتوا ډېر اهمیت نه لري.
ستاسې مساله داده چې که تاسې په هرڅومره ضعیفو او اختلافي استدلالونو د خلکو وژلو ته لاره هواره کړئ نو و دې شي، خو که له نورو سره صریح آیتونه او نصوص هم موجود وي، نو هغوی یې د وړاندې کولو حق نه لري.
تاسې چې افغاني پولیس او پوځیان وژنﺉ او د یوه پولیس تر څنګ کې لس تنه بې ګناه وګړي وژنئ نو دا آیت مو سترګو ته نه درېږي چې فرمایي: " افنجعل السلمین کالمجرمین (*) مالکم کیف تحکمون"
ژباړه: "آیا له مسلمانانو څخه مجرمان جوړ کړو؟ دا په تاسې څه شوي، او څرنګه حکمونه کوئ ؟"
علماوو دغه کار ته په دین کې غلو (افراط) ویلی، هغه چې نبي صلی الله علیه وسلم ترې منع کړې، او په ډېرو ځایونو کې یې غندلی دی.
وروى الطبراني في الكبير وغيره أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : (صنفان من أمتي لن تنالهم شفاعتي ، إمام ظلوم غشوم ، وكل غال مارق) وهو حديث حسن
طبراني او نورو روایت کړی چې نبي صلی الله علیه وسلم وویل: (زما د امت دوه ډلې دي چې زما شفاعت به نه کړي ترلاسه، ظالم او غاصب امام، او هر غلو کوونکی (افراطي) او له ډلې وتونکی شخص) حدیث حسن.
او لکه چې پاک حضرت صلی الله علیه وسلم فرمایي: "
( إياكم والغلو في الدين فإنما هلك من قبلكم بالغلو في الدين) صححه شيخ الإسلام ابن تيمية في (اقتضاء الصراط المستقيم مخالفة أصحاب الجحيم ) وفي الفتاوى أيضاً (۲۳۸/درېیم جلد)
(ژباړه: خبردار چې په دین کې افراط ونه کړئ، ځکه چې تر تاسې وړاندې خلک هم په خپلو دینونو کې افراط هلاک کړي دي)

د "موضوعي" لفظ له کارولو څخه داسې برېښي چې ښاغلی وطنمل هم لږ او ډېر له علمي اصطلاحاتو سره بلد دی، او که بلد وي نو باید دا یې هم اورېدلي وي چې "موضوعیت" چې افغاني څېړونکي یې عینیت او په انګرېزي کې یې "Objectivity" بولي، دوه ډېرې مهمې بناوې لري:
لومړۍ یې دا چې د موضوع په څېړلو کې له تعمیم (generalization) څخه کار وا نخیستل شي، او تعمیم دا دی چې یو عام حکم پر خاص هغه تحمیل کړي، یا خاص حکم پر عامه مساله تطبیق کړای شي، او دا کټ مټ لکه چې ښاغلي وطنمل کړي. په جګړه کې د یوه غازي فدایي توب او سرښندنه یې په عام بازار له یوې چاودنې سره تشبېه کړې- وشتان بین هذا و ذاک-.
دوهم اصل یې ناغرضيتوب دی. ناغرضیتوب دېته وایي چې هدف یواځې او یواځې د حقیقت پلټنه وي، نه دا چې د له مخې اېښودل شوې قضیې اثبات، یا په بله معنې، چې خارجي عوامل د موضوع په دنننۍ څېړنه اغېز ونه کړي. تعصب، ځانګړیو ډلو او لیدلوریو ته میلان، غصه او خفګان، او حسد او کینه مهم خارجي عوامل دي چې له حقیقت څخه د انسان سترګې ور پټوي.
ډېری هغه کسان چې آیډیالوژیو، سیاسي ډلو، تعصبي ډلو، او ځانګړیو لیدلوریو ته منسوب وي، په لیکنو کې له غرضيتوب څخه ډډه نشي کولای، بلکې د موضوع د څېړنې پر مهال یې خارجي عوامل پر قضاوت اغېزه کوي.
د ښاغلې وطنمل په لیکنه کې دغه ډول اغېز ډېر جوت شامل دی. د مثال په ډول، هغه ډېر لږ هڅه کړې چې مخالف نظر وڅېړي او دلایل یې بیان کړي. له دې څخه معلومېږي چې هغه یوازې خپل موافق جهت ثابتول غواړي، او لیکنه یې د خپلې قضیې د اثبات لپاره ده، نه د حقیقت موندلو لپاره، لکه چې دی یې دعوه کوي.
د هغه د غرضيتوب د اثبات لپاره د وطنمل دا قول زرین کافي دی چې وایي: (دیته مو هم فکر وي، چی دغه عملیات باید داسی ضرر رامنځه ته نه کړي چی ټول مسلمانان داسی جګړی ته کش کړي، چی دمسلمانانو زور پری نه رسیږي)، له دې قول څخه یې دا جوتېږي چې ټول مسلمانان (سعودیان، پاکستانیان، عربان) نه، بلکې بعضې مسلمانان (افغانان) باید جګړې ته کش کړای شي، یعنې چې دا حملې باید په پاکستان کې د مشرف پر خلاف ونشي، بلکې یواځې په افغانستان کې د کرزي پر خلاف وشي. هغه وایي: (څلورم شرط: دغه استشهادی عملیات باید دمسلمانانو په هغه دولت کي وي، چی کافر ورننوتی وي، او هغه یی ښکیلاګ کړی وي، او مسلمانان دهغوي په وړاندی د مقاومت لار غوره کړي وي، لکه افغانستان، فلسطین، چیچنیا او داسی نور.) ګرانه وطنمله! څه فکر کوې، که دا داسې هېواد وي چې نه یواځې کافر ور ننوتي وي، بلکې له هغه ځای څخه نورو ځایونو ته هم ننوتي وي، لکه ستا د سرسیوری پاکستان، یا سعودي او کویت، نو بیا یې حکم څه دی؟ ولې غلی یې وطنمل صاحب؟ ستا په لیکنه کې خو په دې اړه هیڅ هم نشته. داسې ښکاري چې تا دا لیکنه له پاکستانه کړې وي. لازمه وه چې شخصا دې همدلته ځانمرګی برید کړی وای او ټول افغان دې له خپلو لیکنو بې غمه کړی وای. تا ته په دې کې شک دی چې کافر خو لومړی پاکستان، سعودي، قطر او کویت ته "ورننوتی " او له هغه ځایه یې افغانستان او عراق اشغال کړي؟ ته نه پوهېږې چې جیکپ آباد چېرته دی او کراچۍ بندر د چا په خدمت کې دی؟ ته نه پوهېږې چې ۲۵۰ تنه عربان او سرغني القاعده خېل په همدې هېواد کې نیول شوي؟ که بیا هم نه پوهېږې نو له تا هيله کېږي چې یو ځلې له مولوي صاحب مسلم دوست (حفظه الله) یا مولوي صاحب عبدالسلام ضعیف سره تماس ونیسئ او ورڅخه وپوښتئ چې آیا کفار پاکستان ته ننوتلي دي او کنه؟
زه ښاغلی وطنمل پوښتم چې دغه "ټول او ځینې" پر کوم دلیل اثباتوي؟ آیا دا بې انصافي نه یو څوک دې پاسته احکام (رخصتي) د یوې ډلې مسلمانانو لپاره ځانګړي کړي، او خشن (عزیمتي)احکام دې بلې ډلې ته منسوب کړي. کټ مټ لکه د پاکستاني شیخانو چې لوڼې ېې په پاکستاني کالجونو کې زده کړې کوي، خو د افغانانو د نارینه بلکې ابتدایي ښوونځیو د ورانولو د فرضیت فتوې صادروي. ما لکم، کیف تحکمون؟؟؟
ښاغلی وطنمل په بل ځای کې وایي: " نو دغسی کارونه باید د هر اړخیزه پوهو سیاسی عسکري خلکو په مشوره او نظارت لاندی وشي." جوته ده چې له عسکري خلکو څخه د هغه مقصد هغه پوځي جنرالان دي چې د برېطانيایي استعمار په تاسیس شویو روزنځایونو کې یې شیطاني زده کړې لیدلي، په افغانستان کې د اسلامي نظام د مخنیوي، د امارت د ړنګولو، او د امریکا او نورو په مقابل کې د افغانانو د بې وسلې کولو او تش لاس کولو مسؤول دي.
که داسې نه وي نو ولې ښاغلې وطنمل ته له ټولې نړۍ څخه د افغانستان مثال په خوله ورغی. ولې د عربستان نوم په خوله نه اخلي، ولې پاکستان نه یادوي چې مسلمان پوځ (!) یې په سره جومات کې د کشمير د زلزلې ځپلو ۳۵۰۰ پاکلمنې لوڼې، چې له مجبورې ورځې یې مدرسې ته پنا وړې وه، ژوندۍ وسوځولې او آن د هغوی مړي یې هم ورثه وو ته و نه سپارل. خدای مکړه وطنمل هم د دې مسلمان پوځ (؟) قلموال ګوډاګی وي چې البته ناممکنه نه برېښي.
د ښاغلي وطنمل د غلط استدلال یوه بله بېلګه وګورئ: هغه وايي: (ځکه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی: که څوک یو معاهد ووژنی نو دۍ به دجنت خوشبويي هم بوي نکړي، او دجنت خوشبويي دڅلويښتو کالو دمزل په فاصله کی بوي کیږي.)
هغه په خپله لیکنه کې له سره تر پایه د مسلمان وژنې یا وژل کېدلو ته اشاره قدر هم نه ده کړې، خو د معاهد ویر یې کړی. که ښاغلی وطنمل د خپلو لیکلیو ویناوو په معنا پوهېږي نو له دې حدیث پاک څخه باید وپوهېږي چې که د معاهد (یعنې تر عهد او ژمنه لاندې کافر) وژنه دومره ګناه لري، او دومره مهمه وي چې وطنمل غوندې مهم سړی ورته په لیکنه کې اشاره کوي، نو د یوه بې ګناه افغان ماشوم، یا ښځې وینه هم باید لږ تر لږه په دې و ارزي چې د ښاغلي وطنمل په لیکنه کې ورته اشاره وشي، خو دې جناب د افغانانو د وینې تویېدلو ته په خپله موضوعي (!) لیکنه کې نغوته هم نه ده کړې.
خبره پر دې را لنډوو چې دغه وروڼه باید د جنت او حورو شوق دومره پر سر وانخلي چې نورو مسلمانانو ته له ځمکې دوزخ جوړ کړي، دغه حق نه اسلام چاته ورکړی او نه علماوو دغه لاره د جنت بللې ده.
ترسم نه رسی به کعبه ای اعرابی
که آن ره که تو مېروی به ترکستان است
موږ یې دلته په افغانستان کې د سر په سترګو وینو چې امریکایان دلته د هېواد په بچیو پسې کوڅه په کوڅه او دره په دره ګرزي، له ښارونو بهر ګرځي، په کندو کپرو کې ګرځي، خو هلته پرې یو ځانمرګی هم برید نه کوي، هلته بیا د وطنمل استشهادیان هم ځانونه سپموي او امریکایانو ته دېوالونه مخې ته ورکوي. زما باور دی چې که هر استشهادي له پوځونو سره ډګر ته ووځي، او تر هغو یې ووژني چې شهید شي نو هیڅوک به یې د مېړانې له ستایلو ډډه ونکړي. دغه خبره آن د ملي اردو له سرتېرو هم اورېدل کېږي چې وایي: که دوی امریکایان ووژني نو موږ به یې هم ننګه وکړو.
زما باور دی چې وطنملان ځانونه له پلان شویو کرغېړنو دسیسو راوباسي نو پر دې تل ازمویل شوي ملت د سترو مېړانو او غټو ملي قیامونو باور کېدای شي.







October 6, 2007 | 7:15 AM Comments  2 comments



په کانونو سپړلو سر ومان- د ومان نیازي د شعر څو اړخونه


زموږ لهجې او ولسي ژبه ډېر غني دي، خو دا غنا زموږ ادابو او هنرونو ته څه ورکولای شي او څوک به د نږه کلیوالي ذوق دغه ښکلاوې توږي او سرته راوباسي. ظاهره ده چې داکار یواځې هغه څوک ترسره کولای شي چې په خپله د دغه ذوق برخه اوسېدلی وي، بیا ورڅخه رابهر شوی وي او له بهر څخه یې دې ښکلي منشور ته کتلي وي. ومان دغسي یو څوک دی. هغه زموږ د روایتي چاپېریال ښکلاوې لکه چې وې، په لفظونو کې ابدي کړي.
دغه خبره د ومان په شعر کې تر ټولو جوته ده. دغه خبره به نور کره کتونکي هم وکړي.
زما لپاره په ومان کې څه نورې خبرې هم شته. په ومان کې ځکه وایم چې د هغه شعر تر هغه حده چې ما لوستی، ذاتي او، وجداني شعر دی او ریښتونی دی، د هغه د خپل احساس او روح برخه دی. چې په شعر یې خبرې کوې، کټ مټ لکه چې په ومان خبرې کوې.
شعر هم یوه نړۍ ده. د انساني سلیقو بېلابېلښت لکه د هرڅه په شعر کې هم جوت دی. هر ډول شعرونه شته، سیاسي شعر، طنزي شعر، مذهبي شعر، اخلاقي شعر چې بېلابېلې سلیقې اشباعوي. دغه نظمونه دي چې د شعر په ډل کې تېرېږي. شاعرانه شعر لکه اصیله مومیایي، کمه مونده شي خو کم خلک یې نشتوالی احساسولای شي. د ځینو شعرونه به دې په پاروونکیو چرتونو ښکېل کړي، دغم، خوښۍ، جنس، غوصې او نورو په خوږو ترخو به دې کړي، د ځینو شعرونه به له ریاضیکي او عقلي کیسۍ ډوله حقیقتونو ډک وي چې هماغه ذهنیتونه پرځان راماتوي. د ځینو شعر د طنز په جذابیت پوښلی وي، طنز که شعر شي او که نثر نو هومره توپیر نه کوي. د ځینو شعرونه د ورځې شعرونه وي. نن به خوند درکړي خو که دې سبا ولوستل نو په خپل ذوق به وخاندې، د ځینو شعرونه به دې ځای پر ځای اودس او لمانځه ته وهڅوي. دغه به یې ټول منځ وي، داسې ډېر شعرونه ښکلي هم وي، خو په نقابونو ښکلي وي.
د ومان شعر سندریز دی. یوازې د شعریت په ځواک پر مخ ځي. هغه ډېر ځله له ډېرو تکلیفونو ځان بېغمه کړی وي خو شعر یې لاهم ښکلی وي. هغه کله له وزن څخه ځان ناګاره کړی وي لکه چې وایي:
چې زما د شونډو
د تصور وړه رمه
په ایلبند د شونډو پیایې
یا له عقلیت څخه لکه په دې شعر کې:
ګوره نور پاک په لېونتوب یمه سر ګومان کوم چې راته غرونه غاپي
د شپې په مخه له سروېږدو سره راته د خپل ماشوم لاسونه غاپي
یا له امکان او واقعیت څخه لکه:
ما کرلي کټوري کې،
خپل لاسونه په سندرو
نه کاږه دي نه واږه دي
د امېل غوندي راشنه دي
د امېل منځ کې تاویز دی په تاویز کې مي لېمه دي
یا له مشهورې او سولېدلې کلیشه یي ژبې څخه، لکه:
زما د آس د ګردنۍ تسمې شلېدلي
سپین ورېښمین دسمال مې باد له سانګې وړی
د سورۍ چرمې دې ټولې سپخېدلي
له زرینې کوبې درستې غوټۍ ورکې
سپین وټی یې د اسانو سوو کړ لاندې
یا له پوچې او څرګندې ګوتڅنډونکې ژبې لکه:
نغاره پسې روان و سپین لښکر د شازلمو
د ښامار لکۍ یې راوړه، شپاړس ځایه په اوږو
او کله هم له قافیې څخه لکه چې وایي:
دا زما ګوتې ته ګوره،
ها چینه در معلومېږي،
ها د دوو غونډیو منځ کې
خو شعر یې له دې امله شعر پاتې وي چې سندریز وي.
د ومان د شعر ژبه:
ښایي د ومان د شاعرۍ تر ټولو غښتلی اړخ د هغه ژبه وي.
ځینې به وپوښتي چې ژبه خو له یوې مخې پښتو ده. او چې ضرورت یې موندلی نو هماغه پښتو یې کارولې چې نور یې کاروي. خبره همدومره نه ده. که داسې وای نو خلکو به تر اوسه لکه د انجیل په سلګونه قرآنونه هم رامنځته کړي وای. زموږ قرآن هم بلاتشبیه نږه عربي ده. خو د ټولې نړۍ فصیحانو ته ننګونه ورکړل شوې چې راوړی د دې قرآن په ډول بل کلام که ځان ته یوڅه وایاست.
هغه چې موږ یې دلته ژبه بولو، هغه د الفاظو د یوبل تر څنګ اېښودلو اوډ او ترتیب، مخکې والی وروسته والی، تکیې، خجونه، کومکي توري او د هغو کارونه، اوږدونه او لنډونه، او له معنا او غرض سره د دې ټولو مطابقت دی.
ما یوځلې یو بیت ویلی و چې داسې و:
لورې نن پاکې جامې واغونده
سبا مو کلي ته پاچا راځي.
یوه شاعر رانه غوښتنه وکړه چې د دې پرځای ووایه:
لورې ته نن پاکې جامې واغونده
سبا مو کلي ته پاچا راځي.
ما ورته وېل خفه کېږه مه، همدغه زما او ستا توپیر دی. که ستا سمه وه نو بیا ته تر ما ښه شاعر یې او که زما سمه وه نو بیا زه تر تا ښه شاعر یم.
ومان له ژبې سره د یوه لطیف کاین چلند کړی. د ژبې د نازکتیا خیال یې ساتلی او د ژبې د سمولو راسمولو لپاره یې له څټک او پلاس څخه کار نه دی اخیستی بلکې د ظریفو مجسمه جوړوونکیو له قلمونو څخه یې کار اخیستی. ژبه یې خپلو غوښتنو ته نه ده تابع کړې، بلکې کله کله خو یې د ژبې لپاره د شعر هندسې ته هم لغته ورکړې. هلته به یې په دې کار تاوان کړی وي، خو په ټولیزه توګه دې کار د ده شاعرۍ ته ډېر خوند وربښلی.
ژبه کان دی، او شاعر هغه څوک دی چې د خاورو او کاڼو له دې کان څخه لعلونه او ارزښتمن کاڼي رابېلوي. دغه لعلونه به ځینې لږ کسان راوباسي خو نور ډېر بیا دې ته ناست وي چې د نورو راویستلي او توږلي لعلونه په خپلو ګاڼو، لباسونو او تاجونو کې وکاروي. ډېر شاعران داسې دي چې په تیارو او توږلیو لعلونو خپل نظم ګاڼي. کم بیا داسې دي چې د خپلو شعرونو لپاره د ژبې کان راسپړي او نوي نوي لعلونه راوباسي او صیقلوي یې. دغه شاعران د ګوتو په شمېر دي. د شعر دستارخوان لوی دی. د داسې شاعر سخا د حاتم طایي تر سخا څو چنده زیاته ده. ومان وګورﺉ څه وایي:
ګونګۍ سندرې مې د خدای تر سبا
را ووزه ټولې په بیباد یوسه
که دې همزولو چېرته خوښې نه کړې
بیا یې له یوه سره په باد یوسه
شاعر دغه لعلونه د هر پرستار په لمنه کې اچوي خو لږ پرستاران بیا د دې جرات لري چې دا لعلونه د هغه سخي انسان داد وبولي.
ومان دغسې شاعر دی چې کلیمې او عبارتونه یې په له خپلې بډایه ژبې یو یو راچاڼلي دي او په خپل ذوق یې توږلي او په مهارت یې په خپل مناسب ځای ایښي دي. کټ مټ لکه دی چې وایي:
سپین رنګ یې په زړ و ډېر تور یې ترې توږلی دی
دلته یې غمی په کار ده هم لګولی دی
کاروان په څېر به په ومان پسې هم ډېر خلک روان شي. لامل یې دادی چې د ژبې کان به پر ځای پاتې وي او خلک به د ومان او کاروان له شعرونو څخه الفاظ رابېلوي او د خپلو شعرونو به یې ځای ناځایه لګوي. خو د انصاف تقاضا به داوي چې که یې څوک تر کاروان او ومان غوره ځای ونه لګوي نو له سره یې هڅه ونه کړي.
یوه خبره دلته ډانګ پېیلې کول غواړم، او هغه دا چې زه کاروان او ومان لکه یو شاعر او بل شاعر نه پرتله او نه ځان ته د دې حق ورکوم. دوی دواړه د ژبې د ښکلا او نوښت شریکتیا لري نو ځکه یې په یوه ځای یادونه کوم. خو کاروان په ومان، لکه چې په عمر مشر دی، په شعر کې هم مشر دی.
د کاروان ټول نوي پوروړي یو، باید ویې منو، د توارد، مشترک ملک او نورو ‌ډېرو سمو خو بې ځایه کارېدونکیو اصطلاحاتو په پام کې نیولو سربېره زه دا خبره کوم، او که یې څوک نه مني نو لومړی دې د خپل شعر د قالبونو قرنطین ته چمتو شي چې څومر د کاروان توږلي لعلونه ورڅخه راووزي.
د ومان محاوره ډېره ژوندۍ او خوږه ده. هغه ژبه له کتابونو نه ده زده کړې چې همهاغومره محدوده و اوسي. که د زلزلې په عنوان شعر یې ولولې؛ ژبه یې لکه ځانګو ځنګېږي. لکه زلزلې ته مخامخ دېوال تمبېږي او په خوځښت کې ده.
شپه وځنګېده، ځنګېده را سوری بام شو
آس و ششنېده، ششنېده غره ته یې مخه کړه
ټول نظم یې همداسې لالهاند او سرګردان دی، لکه چې په بیتونو او د ده خبره شابیتونو یې زلزله راغلې وي. شاعر باید ژبه همداسې وکاروي. یعنې له غرض او معنی سره متناسبه ژبه. که عربي مرثیې وګورې نو د ډېریو مرثیو وزنونه یې اوږده دي چې هغوی ورته رزین یا سنګین وزنونه وایي. خو کله چې عربان تغني او مستي کوي نو لنډ لنډ وزنونه کاروي چې پر ژبو اسانه او ګړندي ګډېږي.
یوه بله د یادونې وړ خبره داده چې د ومان د لسګونو په شمېر شعرونه د کلماتو او الفاظو یوه نایابه پانګه هم لري چې د قاموسونو او لغات پوهنې په برخه کې زیاته مرسته کولای شي. له ډېره وخته پوهاند زیار په دې نعرو سر و چې د غزني او منځني افغانستان ژبنۍ پانګه نالاسوهلې پاتې ده او د پښتو لپاره ډېر څه لري. دغه د دې هيلې استاځی شاعر. زما باور دی چې پوهان به له دې ټولګې ډېر څه ترلاسه کړي.
خیال:
ښه تصویرونه کښل غښتلی تصور غواړي او غښتلی تصور له غښتلي تخیل پرته ناشونی دی. ځکه چې شاعر هر لیدلی تصویر یوځلې یوه خیال ته ژباړي او خیال بیا بېرته الفاظو ته.
د چا تخیل څومره اوچت پرواز کولای شي هغومره شا او مخ ته فاصله وهلای شي. ماشومتوب په هر چا تېر شوی وي خو هرڅوک بیا هغه تخیل نه لري چې په زوړ والي کې هم له ماشومتوبه خوند واخلي.
ډېر خلک ژوند برخې برخې کړي، یوه برخه یې په یوه قرون وسطایي کلي کې تېر کړي او بله برخه کې په کوم روښانه او ځلادار ښار کې. کم یې د غښتلي تخيل په زور د ژوند د دوو برخو ترمنځ د احساساتو دغسې پل جوړولای شي چې د دومره بېلابېلښت سربېره د ښکلا وحدت الوجود ثابت کړي.
د ومان تخیل غښتلی دی چې دومره لوړ پرواز کوي. او لوړ پرواز کوي چې دومره لرې واټن وهي او د ښکلاوو یوه دومره پراخه کلیواله نړۍ د خپل دوربین په ښيښه کې راولي.
ومان چې په کابل کې اوسي او شلګر نه هېروي نو دا ځکه چې د ښایست وجود ورته یو ښکارېږي او چې داسي وي نو لازمه ده چې ټولو ښایسته وو ته به ښایسته او ټولو بدرنګو ته به بدرنګ وایي او دا د یوه ښه انسان نښه ده.
شعر داسې شی چې د شاعر انسان مکنون پټېدلو ته نه پرېږدې.
د شعر توکي یو بل ثابتوي. که ښه تصویر موجود وي نو ښه تخیل موجود دی او ښه ژبه هم شته وه. ښایسته تصویر به هرومرو ښه معنا لري، او ښې معناوې له پاک نفسه خلکو پنځېږي.
زه یې په هندسي معادله ثابتوم چې ومان یو ښه انسان هم دی.
انځور ګري:
د ومان شعرونه له انځورونو ډک دي. ځینې انځورونه یې واقعي دي. ځینې نور یې ډېر زیات تخیلي دي. ومان انځورګر هم دی. زما په نظر لکه د ځینو شاعرانو شاعرتوب چې د هغوی په لنډو کیسو او نثر کې راجوتېږي. د ومان انځورګري د هغه په شعر سیوری اچولی. دا هغه ځای دی چې ومان باید ورته پام ولري، ځکه چې شعر نازک شی دی. نه به یې لمر ته تر ډېرو ساتې او نه سیوري ته. که څه هم انځورګري او شاعري سکنۍ دي خو بېلتیاوې به هرو مرو لري. هره هغه تجربه چې په کښنیز انځور کې بریالۍ ده، لازمه نه ده چې په شعر کې دې هم بریالۍ وې.
د ومان د ښې انځور ګرۍ یوه بېلګه:
سدرۍ مې څيرې
لمن ریتاړه
په جېب کې پاستې
لېنده تر غاړه
کټ مټ کومې له ملکه ورکې شهزادګۍ چې ورته سپارښتنه کړې وي چې ماته د خپل وطن داسې یوه غریب هلک وکاږه چې سدرۍ یې څيرې، لمن یې ریتاړه... وي او انځور ګر د شهزادګۍ په غوښتنه شهکار کښلی وي.
د څراغ تر عنوان لاندې شعر یې یو انځوریز خیال دی چې انځور یې پېچلی خو ښه کښل شوی دی.
د یوکم سل تر عنوان لاندې لس بیتیز شعر یې لکه د لسو انځورونو یو البوم چې په هيڅ یوه ښکلي انځور یې څه نه وي لیکلي او د یادګاري انځورونو په توګه ساتل شوي وي.
یو کم سل کټوې باندې
یو کم سل ځایه لمبې دي
تشبیهات:
د ومان تشبیه ګانې نوي. ډېری تشبیه ګانې یې مرکبې او تمثیلي دي او لکه د منشور څو اړخه یې رڼاوې ښندي. انځورونه له انځورونو سره تشبیه کوي چې دا ګرانه خو د خوند کار دی. د تشبیه توري کم کاروي.
پرون له یوې مخې د غرونو واښه
چا تر اوبو و ایستل
پرون باران ورېده
یا وایي: تر خامچکې مڼې سپینې:
دلته یې سپینوالی د خامچکې مڼې له سپینوالي سره تشبیه کړی او تر هغه یې لاهم غوره بللی. هغه واوره، پېروی او مرمر هم یادولای شوای، خو مڼه څه نورې تخنونې هم لري. مڼه څه خوږوکې هم ده، او چې خامچکه شي نو له خامچکې ځوانۍ، یا خامچکې نجلۍ او داسې نورو سره انډولېږي چې شبیه ته نور بعدونه او ډډې ورکوي.
دغسې، که خدای نه یم غلط کړی:
ستا په چپ غومبوري خال دی
ماته مخامخ دېوال دی
په دېوال کې یوه ځاله
لاس به نه ور وړم وبال دی
له کنایو ډکه ژبه:
کنایه د معنا رسولو یوه پسته او لطیفه توګه ده. د کنایې ژبه غیر مستقیمه او نازکه وي.
کنایې د استعارې پر عکس عوامو مشهورې کړي وي او خواص یې هم کاروي.
ومان د کنایو ملا دی. خو داسې یې کاروي لکه عطار چې ګلاب کاروي. په عطرو کې د ګلاب د اغزو ډانډرانو اثر نه وي او نه پکې شنې پاڼې ښکارېږي خو بس ګلاب به وي او رنګ به یې نه وي. د ده په شعر کې د کنایو دا اندازه نه لګېږي چې ګوندې اقتباس به یې کړی وي. کټ مټ لکه روانه محاوره چې کوي.
کنایه د یوه حالت په ښه تصویرونه کې مرسته کوي. هغه وایي: بیا به پښې راپسې وکښوو..
هغه داسې هم ویلای شو چې بیا به ولاړ شو، خو کله چې ورځ دغسې بوخته تېره شي، دومره پیاده مزل وشي، دوه کسه د غونډۍ سر ته وخېژي، ما ښام چې راستنېږي نو هرومرو به ستړي وي، او په تګ کې د ستړیا ښه نښه داده چې سړی وچت ګامونه نشي اخیستلای بلکې پښې څښوي. دغسې در واخله نورې کنایې.
سر به نه را درنوې د زړګي سره
یا لکه:
لومې در نغاړه زیاتي خیاله
ومان بې پروا شعر وایي:
بې پروایي زه هغه بغاوت ته نه وایم چې د تور او سپین په نوم تورې او سپينې وشي او نه دې ته چې یو شاعر په یوه کرښه و درېږي او د بلې کرښې په خلکو خوله را خلاصه کړي. ومان له داسېو مبرا دی.
خو دا چې ملا صاحب وایي شاعر دې د روا او ناروا پولې وپېژني، واکمن وایي چې شاعر دې د ملت پولې وپېژني، ژبپوه وايي چې شاعر دې کره ژبه وکاروي. عامي وایي چې شاعر دې عام فهمه وی، قوم پرست وایي چې شاعر دې نږه ژبه وکاروي او ملي ترانې دې ووایي. هغه وایي شاعر دې دغه نه وي او دغه وایي شاعر دې هاغه نه وي...دغسې له ډېرو شاعري هېره کړای شي او بل دلایل خیرات په لاس ورکړلای شي.
ومان د چا پروا نه لري خو په چا کار هم نه لري. د شیخ او رند شخړه یې په شعر کې نه تر سترګو کېږي، لکه په دې کې چې هم د ومان د نوښت پالنې روحیه ښکېله وي. دا ځاندره هم د پېړیو شوه. که بس نه ده نو د هوس هم نه ده.
د ومان شعر په همدې ژوندی دی چې ازاد دی. ازادي هسې هم د ژوند دوهم نوم دی خو د شعر په باب که ووایو د شعر هم دوهم نوم دی.
سل فیلسوفان خو دې ووایي چې عقل یې نه مني، خو رحمان به وایي چې:
چې په یو قدم تر عرشه پوري رسي مالیدلی دی رفتار د دروېشانو
او ومان به وایي چې:
بېګا مې بلا ستوري ول په جام کې نښتېځلي اخر به مې راتوی شي له نظره وایي ستوري
سل ژبپوهان خو دې ووایي چې ژبه یې ناسمه ده خو غني به وایي چې:
ماشوم نېم چې جنت پرېږدم ستا د سور دوزخ له یرې
او ومان به وایي چې:
زړه به مې دومره، لمر ته نیږدې کړم چې دتا سترګې دلبره یوسي.
که سیاست وال له غوسې شونډي وژووي، ومان به له دې غلی نه کړي چې:
دوی لوړلي و آخر یې رانه یوړل په رڼا ورځ لاس تړلي یو څو کسه
رومانس:
زه هغه رومانس نه یادوم چې هنري مکتب دی. که څه هم د ومان په شعر کې د رومانسي شعر نښې نښانې ډېرې دي. د مینې هغه انځور چې د ومان شعر یې لري، ډېر پاک او سپېڅلی دی. د هغه په زیارت کې په نجلۍ پام دی، خو له شا نه دی پسې روان او د خلکو له تر مخ یې د ساټو باټو ستاینه هم نه کوي، سپېڅلی سپېڅلي ملنګ ته ور تر غوږ کېږي او د مینې په حق کې سپېڅلې دوعا ورته غواړي. ملنګانو ته خو هسې هم خلک د زړه حال وایي.
چې دا غوټه یې دسمال کړ د زیارت تر توغ ملنګه
دا نجلۍ زما خوښېږي دې نجلۍ ته دوعا وکړه
که د مینې خبره کوي هم نو د پټې مینې:
هر ماښام یو ښایستوکی ماشوم
زما تیارې خونې ته
خپلو غومبورو پورې
خدایزده د چا د شونډو
الواني رنګ راوړي
د چا د غېږي عطر
مرۍ مرۍ دانه لونګ راوړي
د چا د پټې مینې
یو ساده رنګ راوړي.
ادامه لري

August 5, 2007 | 9:21 AM Comments  0 comments



ژوند فرصت دى او مړينه د فرصت پاى

ما تر ټولو ښايسته ملګريه( اجمل ملګريه)!
پوهان وايي چې مرګ يوازې د وزم بدلونه ده. كټ مټ لكه مور چې ماشوم له يوه تي څخه بل تي ته واچوي.
په معنوي لحاظ داسې مرګونه شته دي چې يوازې بدلون نه بلكې ابدي وركه او پوپنايي پرې جوړه ده. ددغسې وركې مستحقو وګړيو لپاره فزيكي مړينه د ځنكدن له پړاوه تېرېدل هسې يوه نمايشي او تمثلي بڼه لري او د ابدي وركې يوه
مقدمه وي. دغه ډول انسانان ترخپل روح بايللو وړاندي مري.
فزیکي/بدني مړينه لدې امله بې اهميته ده چې هم د لمړني دلې د وګړيو ( چې هيڅكله نه فنا كېږي) او هم د دوهمې ډلې د وګړيو (چې وار له مخه پنا دي) لپاره يوازې او يوازې د بڼې تغيير وي او بس.
دغه واقعيت يوې اعرابۍ عربۍ خپل مړه زوى ته په خطاب كې هم په ګوته كړى و چې ويلې اې زويكه! زه په تا خواشينې يم خو خواشينې نه يم، ځكه چې كه ته نېك خويه وې نو مړينه تاته تاوان نشي رسولاى او كه ته بدخويه وې، نه ژوند تاته ګټه نه رسوي، او اې زويه! كه مرګى بد واى نو خداى (ج) به خپل دوست او ګران پيغمبر نه مړ كاوه، او كه ژړند ښه واى نو خداى(ج) به خپل دښمن ابليس ته اوږد ژوند نه وركاوه.
هو، مرګى په پورتنيو لحاظونو، نه د چا په ګټه دى او نه د چا په تاوان، هغه يو بڼه ده او بڼه عرضي وي، نه جوهري.
خو، مرګ په ځينو نورو لحاظونو بيا ډېر بدرنګه دى، دمرګي هغه اړخونه چې بدرنګه دي هم ډېر دي، دغه بدرنګه اړخونه د پلار او زوى، مور او زوى، مينې او مين، ورور او خور، ملګري او ملګري او خوږو يارانو او خپلوانو د بېلتون په رنځمنو صحنو كې را لوڅېږي. او لاندې څو دغه ډول بدرنګۍ دي چې د مرګ څهره يې بدبڼې كړې ده:
ژوند يو فرصت دى او مرګ ددغه فرصت پاى
ژوند وصال دى او مرګ بېلتون
ژوند اميد دى او مرګ د اميد پرېكون
ژوند حركت دى او مرګ سكون
ژوند اقرار دى او مرګ انكار
يوه خبره بله هم يوڅه كش او تاو ته اړتيا لري چې هغه د اسارت او ازادي خبره ده، دغه دواړه دغه دواړه لري، يعنې مرګ هم ازادي ده او هم قيد،
ژوند هم دغسې در واخله،
توپير دومره دى چې د ژوند د څېرې په رنګ كې د ازادۍ روښانتيا زياته ده، ځكه نو ژوند د خلكو ډېر خوښ دى.
علت يې دادى چې خداى پاك د ژوند محور كار او كړنې ګرزولي او دغه محور د نيت په طاقت چورلېږي. دغه نيت بيا د خداى پاك يوداسې كائن دى چې خداى (ج) د نورو خو څه چې له خپل جبر څخه هم ازاد كړى دى. دا سمه ده د انسان كړه وړه به ډول ډول جابريتونو او مجبوريتونو ته تړلي وي خو دهغه نيت آن د خداى پاك له جبره هم ازاد دى او كه داسې ونه وايو نو بيا ولې دوزخ او ولې جنت؟؟؟؟
اوس راځو د مرګي خبري ته،
مرګى دې ورك شي، رنګ یې دې ورك شي،
داسمه ده چې مرګى د زمان او مكان له قيده وتل دي خو زمونږ ټول خوځښت په همدې زمان او مكان پورې تړلي، چې ونه خوځېږو نو ور اخوا په ازادۍ څه كوو؟ سكون خو خپله هم يوه قيد او ځولانه ده.
دا سمه ده چې مرګى مو د ژوند له دساتيرو وباسي، مرګى د اعضاوو له ډانچې څخه زمونږ د ورح بېلښت او ازادي ده، د كالبوت له پنجرې خلاصون دى، خو له دغو ازاديو سره په يوه وخت له انسان څخه اراده او نيت ترړول كېږي او دغه راز انسان د ښه يا بدو اوسېدلو واك له لاسه وركوي. انسان بيا ابدي د دغه اختيار د بيالاسته راوړنې تمنا كوي خو د داسي څه تمنا چې شونى ندى.
شهيدان خداى ته زارۍ كوي چې خدايه، ماته ژوند راكړه، ماته د ځان ښندنې او نه ښندنې اختيار راستون كړه، ما بيا و آزمويه، انسان به هلته هم غواړي چې ددغې ازادۍ او اختيار خوند وڅكي خو دا بشپړ اختیار هغه نعمت دى چې په جنت كې هم نشته، كه واى نو شهيد به يې ارمان نه كولاى.
ددې معنى داده چې ځينې نعمتونه په جنت كې هم نشته خو ژوند يې لري او په ژوند كې ترلاسه كېداي شي.
جنتيان چې بيا ژوند غواړي نو دوزخيان خو به يې خامخا غواړي، د دوزخيان عمده غوښتنه به همدا وي چې خدايه، اې خدايه مونږ بيا و آزمويه، مونږ ته يوځلې بيا د كولو او نه كولو اختيار يعنې د نيت او ارادې ازادي راكړه، خو هغوى ته به ويل كېږي چې دغه مجال درڅخه ستاسي مرګي اخیستى، مرګى ستاسې هغه پوروړى دى چې اوس نشته، مرګى ستاسې په مخ كې د پسه په څېر حلال كړاى شو، ستاسې پوروړی نور نشته، نور مرګ چاته نه راځي او نه چاته هغه څه وركولاى شي چې ورڅخه اخیستي يې دي. تاسې خپل پور له هيچا هم نشئ اخیستلاى، ځكه چې مرګى په خپله هم لاوارثه و.
زما په اند اجملیه، د ژوند ازاد اړخ، د ګټې اخیستنې/وركونې فوق العاده وړتيا او ظرفيت لري او مرګ خپله پرېكړه ناڅاپه اوروي او بيا هيڅكله خپله فيصله نه ماتوي.
رحمان بابا وايي چې:
ښه ده ښه ده دا دنيا--- چې توښه ده د عقبى
او بل ځاى وايي:
دوباره دې راتله نشته په دنيا
نن دې وار دى كه دروغ كړې كه رښتيا
زما تر ټولو ښايسته ملګريه (اجمله ملګريه)!
كه مرګى ضرر نه لري نو سمه ده وي به خو زه وايم تر ضرر ستر شي فاجعه ده، د فرصتونو له لاسه تګ فاجعه ده، زما په اند، مرګى يوازې هغو ته اختر وي چې له فرصتونو يې ښه ګټه پورته كړې وي او نن سبا داسې خلك يوازې په مثالي دنيا كې اوسېږي، که څه هم له شتونه یې انکار نشي کېدای، دغه ډول خلك د اقبال د دې طلائي كرښي ښكارندوى دي چې وايي:
نشان مرد مومن با تو گويم ،،،، كه چون مرګش رسد، خندان بميرد
ته هغسې وايې او زه بيا وايم چې:
ما مې لا خپل فكر تر خدايه رسولى ندى
ما مې لا خپل پېټى تر ځايه رسولى ندى
مرګيه زه لا څه وخت مړينې ته تيار نه يم
مرګيه زه له حوصلې خپلي بېزار نه يم
مرګيه ته دې دليلونه د فطرت ووايه
زه به مې تاته، ته دې ماته مجبوريت ووايه
ته زما مړينې ته د خپل مزاج حاجت ووايه
ته زما ټكنده انكار ته لجاجت ووايه
خو زه په هيڅ صورت خپل خون وتاته نه در بښم
زما د مرګ په نرخ ژوندون و تاته نه دربښم
د زړه ټوټې تر ټولو ښايسته ملګري ته،
درناوى


August 5, 2007 | 9:08 AM Comments  0 comments



په افغانستان كې د ثبات په ټينګولو د بېخبناوو د بيا ودانۍ اغېز

د افغانستان اوږدمهالي ناورين د ژوند په ټولو اړخونو ژورې اغېزې پرېيښي او له مادي او مانيز پلوه يې هېواد ته نه بې سارې زيانونه اړولي. دلته غواړو د مادي زيانونو په يوه ډېر مهم اړخ وغږېږو چې د افغانستان د بيارغونې د پروسې په لمړيتوبونو كې راځي او د سولې او ثبات د بيا راستنېدنې لپاره تر ټولو مهم او ضروري ګڼل شوى. دغه ستر زيان چې د بې شمېره نورو مادي او معنوي زيانونو لامل ګرزېدلى په افغانستان كې د اداراتو او اداري سيستم له مينځته تلنه ده. څرنګه چې د افغانستان د اوږدې جګړې پرمهال او واكمنو او مخالفينو دواړو جګړه ايز اهداف لومړني ګڼلي و او خپل زيات ځواك او توان يې يوازې د جګړې د نوعيت په ښه كولو لګولى نو د ژوند نور اړخونه نه يواځې دا چې له پامه غورځول شوي ول بلكې تر جګړه ايزو موخو ځار کړاي شوي دي. د فشار راوړنې او زور ثابتونې لپار ملكي اهداف په بې رحمۍ سره په نښه شوي او يا هم ورڅخه جګړه ايزې مورچلې او د جګړه مارو ځالي جوړي كړاى شوي.
په عمومي توګه دولتي او په ځانګړې توګه اداري بېخبنا د تيرو اوږد-مهالو جګړو او جګړني وضعې له امله يا له يوې مخې ويجاړه شوې او يا هم بده اغېزمنه شوې ده. دغه ورانی او زيان د ودانيو، تجهيزاتو او دفتري سمبالتياوو له بريده ور اوښتي او د ادارې كدر، ظرفيتونو، مهارتونو او اداري جوړښتونو ته يې سرايت كړى.
په فزيكي لحاظ ډېرې شته ودانۍ د جګړه مارو په مورچلو اوښتي او يا هم د مورچلو او نظامي ځايونو په څېر په ړندو سترګو د ګوليو او ويجاړونكو وسلو تر وارو لاندې راغلي. له هغو ناوړه وسيلو څخه چې په جګړو كې ترې پراخه ګټه اخيستل شوې، د جګړې غلچكى طرزالعمل و چې اهداف يې تر ډېره كچه غير نظامي وګړي او تاسيسات ول. په دولت او واكمنو د زوراچونې او فشار راوړنې لپاره به مخالفينو ددولتي مامورينو او اداري كدر په وېرونه، ځورونه، تښتونه او وژنه لاس پورې كاوه او د اسانه نښه كېدونكو ځايونو په توګه به يې په غير نظامي اهدافو بريدونه كول.
بل پلو ته په ځانګړو نظريو ولاړو واكمنو هم په يوه او بل نامه او د نظریاتي مخالفت په تور مسلكي ملكي مامورين په يوه او بل نامه له اداراتو څخه پښو سپكولو ته اړيستي او دهغوى تشه يې په ځانپلوو كمې وړتيا لرونكو مامورينو ډكه كړې. د نظريو پدغه لتاړ كې د انقلابي او اضطراري شرايطو له امله اداري مامورينو پخپله هم له ځانه د جګړه مارو جوړولو او يا كم تركمه د وسلو ګرزولو او جګړې ته د چمتو اوسېدلو اړتيا محسوسه كړې چې ددغه كار په نتيجه كې د ادارو او جګړه ايزو مورچلو، سرتيرو او ملكي مامورينو تميز ګران شوى او ادارې په مادي او معنوي لحاظ بې رحمانه او ناتاره په نښه شوي دي.
لكه څرنګه چې جسم بې روحه له خوځښته لوېږي او روح هم يوازې د بدن په قالب كې اوسېدلاى شي، او دواړه د يوه بل په نشتوالي كې خپل اهميت او ګټورتوب له لاسه وركوي، د روح او كالبوت دغه مثال كټ مټ د يوې ادارې په فزيكي او فكري محتوا د تطبيق وړ دى. يعنې دا چې اداري ودانۍ له كارپوه پرسونل پرته هيڅه ده او كارپوه پرسونل له اداري اسانتياوو پرته په نه څه پړ دى، نو سالمه اداره يواځې او يواځې ددې دواړو د سمون او سمبالښت په صورت كې مينځته راتلاى شي. په همدې ترتيب سالمه اداره د يوې سيمې د ټولنيزې، تعليمي، اقتصادي او امنيتي پراختيا او پرمختيا لپاره اساس او بنسټ دى. داداري بېخبنا نشتوالى د سيستم او نظام د نشتوالي لاملېږي، د سيستم نشتوالى د قوانينو د نه پلي كېدلو معنى لر ي، د قانون نه تطبيقېدل خپلسريو ته وده وركوي او ټولنيزې چارې د هله ګولې لوري ته بيايي.
نو د دې ټولې تبصرې پايله داده چې سالمه اداره د دې بشپړې يو له بله تړلي سلسلې د مېنځ كړۍ ده چې رغونه يې لومړنۍ او مهمه ملي اړتيا ده.
دا بې خونده اعتراف د ټولو مجبوري ده چې مونږ لاهم په هېواد كې سالمه اداره نه لرو، په ځايي كچه شته ادارې د بې كفايتۍ بېلګي دي. دغه ادارې له ځينو نيمګړو او په رواياتو او رواجونو ولاړو قضايي او جنايي پرېكړو او ځينو ډېرو محدودو فعاليتونو پرته نور هيڅ ډول فعاليت نه لري. ولسوالان چې اصولاَ په سيمه كې د قانون ساتونکي ګڼل كېږي، له قانون څخه ناخبره وګړي دي چې تقريبا هر تصرف يې دغه كار ثابتوي. د مثال په توګه، د جنايي تورونو په صورت كې یو ولسوال د ورور په ځاى ورور، د زوى په ځاى پلار، د پلار په ځاى زوى، تره او داسې نور خپلوان ځوروي، پداسې حال كې چې زمونږ قانون په صراحت سره وايي چې جرم سرايت نه كوي. دغه راز، یو ولسوال د جرم تر اثبات وړاندې تورن وګړي دومره وهي چې هغوى ناچاره اعتراف ته پر ډبېدلو ترجيح وركړي او د بل چا پر جرم اعتراف وكړي او پايله داشي چې نه يوازې بېګناه وګړي په سزاګانو ښکېل شي، بلكي اصلي مجرم ددغسې نورو جرمونو ارتكاب ته وزګار شي. ډېر ځله خو دا ډبول هم تر هغو دوام لري چې د ولسوال صاحب خوله له خاورو ډکېږي.
له قانونه د ورته ناخبرتيا يو بله بېلګه مې يوه ملګري راته واوروله چې د یوې سيمې ولسوال د پرېكړې په ترڅ كې له يوه لوري څخه وړه نجلۍ بل لور ته په پور كې وركړه او پدې سره يې خپل كار اسانه او تر مخه دعوه غوڅه كړه.
معمول هم همدا دى چې د سيمې ولسوالان په خپله خلكو ته اختيار وركوي چې آيا خبره په پښتو غوڅوي او كه په شريعت؟
حال دا چې كه څه هم شريعت زمونږ د قانون سرچينه ده، خو مطلق اسلامي فقه زمونږ پشپړ قانون ندى. دغه راز پښتو هم درواخله، كه څه هم موږ د یوه ټولنیز سیسټم په درلودلو چې لا هم ډېرو سمونونو ته اړتیا لري بختور یو، خو هغه یو لیکلی او جوړښتي سیسټم نه دی او د انساني حق د خوندي کولو لپاره پوره باور نشي پرې کېدای، پښتو که پر يوه دستور هم ومنل شي، نو يو تدوين شوى دستور ندى. نو پداسې صورت كې پرهغه باندې قانوني فيصلې، او بيا په داسې يوه هېواد كې چې د ټولو پر خوښه يې قانون تصويب شوى غلط او ناروا عمل دى. خو زمونږ د ډېرې لوړې كچې مامورين او آمرين لا پدې خبره خپل سر نه خلاصوي.
د کارپوهو كارمندانو كمى يوازينۍ ستونزه نه ده. د اسانتياوو كمی، ناچاودي مواد، بې باوره ودانۍ، زورځواكي ځايي وسلوال، د مراكزو ناسم موقعيتونه، ددولت كمه يا كالعدمه توجه، د خلكو كمه همكاري، او بې شمېره نورې غټې او وړې ستونزي د اوسنۍ ادارې لمنه داغمنوي.
كه څه هم ستونزه پېچلې او ډېر اړخيزه ده، خو دلته يې يوازې د يوه اړخ په اهميت باندې لږ ډېر غږيږو، او هغه د ادارو د فزيكي بېخبنا مسئله ده.
له څرنګه مو چې له مخې يادونه وكړه، خپلمنځي جګړو د افغانستان اداري بېخبناوو ته صدمه رسولې، په پيل كې ملكي ودانۍ د غلچكيو جګړو، چې په تاريخ كې د ړندو او بې سترګو جګړو هويت لري، په نښه كړلې. په دولت د فشاره زياتولو لپاره ملكي ادارات او دهغو پرسونل ترټولو اسانه او ارزانه اهداف ول. د يوه عسكري غونډ د نښه كولو پرځاى د يوې اداري ودانۍ يا زراعتي پروژې نښه كول په كراتو اسانه او بې تاوانه عمل و. بالمقابل، ددولت له اړخه هم په ګوندي او انقلابي تمايل د مامورينو ټاكل او بيا دهمغو مامورينو په وسلو سمبالول او له اداراتو څخه د جګړې د سنګرونو، سياسي توقيف ځايونو او ځوروځايونو كار اخیستنې پدغه اور تېل اړول او دغه اور يې ژبغړاندى كاوه. پداسې حالاتو كې واكمن مجبورېدل چې د ځان ساتنې لپاره د ملكي اداراتو شا او خوا بې درېغه مینونه خښ کړي او هم د ملكي اداراتو په ودانيو كې د وسلو امبارونه جوړ كړي چې دې ټولو ستونزو د ځايي ملكي اداراتو فزيكي وضعې ته بې دركه زيان ورساوه او ملكي ادارات د كلونو كلونو لپاره په نږه جګړه ايزو سنګرونو بدل پاتې شول. جګړه پاى ته ورسېده، جګړه مار په يوه او بله ولاړل خو خالي سنګرونه يې لا هم له بې چاره ولس سره د مرګ او ژوند لوبه كوي او ملت لا هم د جګړه مارو د بد كردار اغېزي ګالي.
د اداري ودانيو نشتوالي، د ودانيو په سيمو كې نا چاوديدليو موادو ډېري او امبارونه، په اړوندو ځمكو د زروځواكو قوماندانانو خېټه اچونه د يوې ستونزي بېلابېل اړخونه دي چې دغې ستونزې ته سور او اوږدوالى وركوي.
د فزيكي بېخبنا د نشتوالي له امله دسيمې اداره شړېدلې او له مينځه تللې او د قانونيت څرك تر سترګو كېدل هم نااشنا او آن دا چې نا ممكنه خبره ده. دغه ستونزه په ځايي سطحه دولت ګواښوي او افغانستان بېرته د ملوك الطوايفيت په لورې كشوي.
له نېكه مرغه، د بن له غونډې راوروسته يو شمېر لرليد لرونكیو مشرانو وپتېيله چې د ځايي ادارې د بيارغونې د چارې د ترسرۍ لپاره د لمړي كتار يو پروګرام ترتيب كړي چې په ځايي كچه د دولت او حكومت د غښتلتيا له لارې د ثبات او سولي راستنېدنې ته لاره هواره كړي او په نږدې راتلونكې كې د افغانستان لپاره په سيمه او نړۍ كې د ځان او نورو لپاره د سوله خوښ او سوله من اولس جوړېدلو موخې وټاكي. دغه پروګرام د فزيكي بېخبنا جوړونې چار ته په خپل متن كې ځاى وركړى او د پروګرام له دريو مهمو اجرائيوي څانګو څخه يوه څانګه د ولسواليو د بېخبنا جوړونې چارې ته ځانګړې شوې ده. د فزيكي بېخبنا جوړېدل به لاندې مهمې ګټې ولري:
امنيت خوندي كېدنه:
د هېواد د متوازن او شامل انكشاف او پراختيا لپاره د ټول هېواد په كچه د امنيت شتون له حده زيات ضروري دى. په ځينو نه، او ځينو سيمو سيمو كې د امنيت او ښه ژوند شتون په هېواد كې د طبقاتو د مينځ ته راتلنې لاملېږي او ټولنيز عدالت او نياوو زيانمنوي. په يوه هېواد كې د وروسته پاتې او پرمخ تلليو سيمو ګاونډۍ اوسېدنه اسانه نده، د هوسا او ښاري سيمو اوسېدونكي هيڅكله هم د ګاونډيو وروسته پاتې سيمو له ضرر او بدو اغېزو څخه خوندي نشي پاتي كېداى.
ددې لپاره چې امنيت هېواد شموله كړاى شي او په ځايي كچه د خلكو مال او ځان خوندي كړاى شي، د قانون د پلې كونكو ادارو شتون ته سخته اړتيا ده چې د فزيكي اسانتياوو له مېنځته راتلنې وړاندې ددغسې ادارې او د هغې د پرسونل قيام ناشونى او غير عملي كار دى. ددې لپاره چې امنيت پالونكي پوليس په ولسواليو كې ټېك وكړاى شي، دهغو لپاره د هستوګنځايونو، مجهزو روزنځايونو او مناسب چاپېريال اړتيا ده. دغه راز د سزاو او قانوني پرېكړو لپاره هم د مسلكي او روزلي پرسونل شته والى ضروري دى خو روزلى پرسونل يواځې او يواځې په دې صورت كې هلته پاتي كېداى شي چې كم تر كمه د ژوند لازمي اسانتياوي ورته برابرې كړاى شي.
په ځايي مراكزو كې د مامورينو او كارپوهه كارمندانو ټېكاو:
لكه چې مومخكې يادونه وكړه، د سالمې ادارې د مېنځته راتګ لپاره دواړو، فزيكي زېربنا او كارپوهه پرسونل ته برابره اړتيا ده. د يوې هر اړخيزې ښې وړتيا لرونكي ادارې د مېنځته راوړلو لپاره په اوسنيو شرايطو كې له يوې سيمې څخه د ټول ضرورت وړ پرسونل بشپړول ناشونى كار دى. پدې سربېره په محلي اداره كې د ځايي خلكو استخدام او ګمارنه د ادارې په چاره كې د قرابتونو او مناسباتو د پاللو سبب كېږي او د قانون پلې توب ټكنۍ كوي. پدې سربېره ځايي خلكو په ځايي مسائلو كې د خپلې راتلونكي د ممكنه خطرونو له امله زړه ور اقدام او پرېكړه نشي كولاى نو پدې اساس اړتيا يې لازموي چې سيموته دې له نورو ځايونو څخه پرسونل ولېږل شي. پدې اړه تر ټولو مهمه ستونزه د ماموريت په سيمه كې د لازمه اسانتياوو نشتوالى دى چې لوستي وګړي لري او نږدې پرتو اطرافي سيمو ته له تګ او زړه ښه كولو څخه منع كوي. د فزيكي اسانتياوو رغونه به ددغې ستونزې په حل كې لوى لاس وكړي.
په ځايي مراكزو كې د متخصصو كارپوهانو ټېك:
د پرمختيايي او پراختيايي كارونو د پرمخ بيونې، نقشه اچونې، څارنې، راپور چمتو كونې او ډول ډول سروې ګانو او څېړنيزو كارونو او داسې نورو كارونو لپاره له پروژو او كارځايونو سره څېرمه د كارپوهه او مسلكي پرسونل قيام او هستوګنه ضروري وي.
په يوه سيمه كې د يوې پروژې لپاره د ټول مسلكي پرسونل موندنه په ځانګړي ډول په افغانستان كې ناشونى كار دى. د اړتيا په وخت كې په ولسواليو او لري پرتو ځايي سيمو كې د كارپوهه پرسونل اوسېدنه او حضور لازمي وي. خو د اسانتياوو نه شتون ډېر ځله تخنيكي او علمي كارپوهان اطرافونو ته له تګه زړه توري كوي.
د پيسو، مرستو او بوديجې بهيرېدنه:
ددريمې نړۍ د هېوادونو د اقتصادي غوړېدا په وړاندې يوه مهمه ستونزه د امكاناتو نامناسب، غير عادلانه او غير شامل وېش دى. ددغې ستونزې له امله د انډوليزې پراختيا او متوازن انكشاف مفاهيم له پامه غورځول كېږي او د يوه هېواد سټه داسې يوه وجود ته ورته كېږي چې ځيني غړي يې د ښو پهلوانانو او ځينې غړي يې د كمزورو بوډاګانو غړوته ورته وي. يالكه يو څوك چې په خپل يوه مټ باندې د بدن جوړونې تمرين ترسره كوي او غښتلى كوي يې، او بل مټ پخپل حال پرېږدي چې دغه ډول تمرين د بدن د ښكونې او زېبايي پر ځاى د بدن په بدبڼيتوب او بدشكلۍ تمامېږي.
كه دخپل هېواد په كچه نظر واچوو نو هم جوته ده د اقتصادي، تعليمي، روزنيزو او نورو وسائلو وېش له لمړي سره غير عادلانه او نابرابره دى. له دغه ډول وسائلو څخه ښاري وګړي تر نورو ډېره ګټه وچتوي. د ښار په هره كوڅه كې يو ښوونځى او په هر ناحيه كې د زده كړې يوه لويه اداره وي. خو په ولاياتو كې ډېرې داسې سيمي دي چې د شلګونو كليو پرسر يو لمړنۍ ښوونځى هم ونلري. ښاري خلك په اداراتو كې ډېر نفوذ لري او ددغه نفوذ په بركت يې اداري خدماتو ته لاسرسۍ اسانه دى او له ټولو وسائلو څخه تر نور ډېره ګټه اخلي. پوهنتونونه يې د كورونو ترڅنګ دي، روغتونونه يې د كورونو ترڅنګ دي، برېښنا لمړۍ ددوى تركورونو رسېږي او پداسې حال كې چې كليوال وګړي د تليفون او تلوېزون د توريو تميز نه لري، ښاري وګړي د تلوېزون دپروګرامونو په كيفيت هكله فلسفې بحثونه كوي چې دغه ډول وضع كلتوري فاصلې مينځته راوړي او د ښاري او ځايي وګړيو ترمينځ ستونزي رامينځته كېږي چې د كابل په ښار په وروستيو جګړو كې ددغې كلتوري فاصلې اغېزې له ورايه جوتې او څرګندې وې.
ټولنيز او ملي عدالت د دواړو، ښاري او ځايي وكړو خونديوالى تامينوي او ددواړو ترمينځ ګډه اوسېدنه او ګډه همكاري اسانوي. ددې لپاره چې په راتلونكې كې دداسې پېښو اغېزې كمې كړاى شي.
د روحيې او مورال لوړاوی او برتګ:
د افغانستان د روان كړكېچ اوږدېدنې افغانان په عمومي توګه له يوې ډول روحي مايوسئ او ستړيا سره مخامخ كړي. دغه ستړيا تر ډېره له هغه څه څخه شرچينه اخلي چې د اعتمادونو او اعتبارونو بايلل يې بللاى شو. تېرو ډلو، تپلو، مشرانو، تنظيمونو او جرياناتو په پرلپسې توګه نږدې ټولو ملت باور او اعتماد بايللى او خلك له ډېرو تجربو وروسته د نورو تجربو ترسره كولو ته زړه نه ښه كوي. په سياست او سياسي كارونو كې د ملت دلچسپي كمه شوې، خلك د سياست او بدلون په اړه زړه توري غږېږي او منفي تبصرې كوي. د افغانستان د بيارغونې د فزيكي اړخ په څنګ كې د خلكو د عامه روحياتو رغونه ډېره مهمه ملي دنده ده چې لا تراوسه پرې كم كار شوى. په لسيزو لسيزو پرلپسې بې باوريو كې اوسېدلى اولس نور هرڅه په خپلو سترګو ليدلي غواړي او د لري او اوږدمهالو وعدو او ژمنو انتظار ته يې ډډې نه لګېږي. د ولسواليو په مراكزو كې د فزيكي تغيراتو راتګ به د ځايي خلكو په مورال او روحيه خوراښه اغېز ولري او د څه شوي كار نه وروسته به د څه نور كار دكېدلو په هيله كم تر كمه د څه مودې لپاره له دولت سره له تربګينۍ څخه لاس واخلي.
ددولت اعتبار او وقار زياتېدنه:
په ځايي توګه د ډېرو عامو وګړو په نزد يوه دولتي اداره ددغې سيمې د څو تنو غريبو مامورينو تكيه ځاى او څو تنو متنفذينو د لاس آله ګڼل كېږي. څرنګه چې دولت د مادي عجز له امله اړين دى چې د سيمي خپل وګړي په سيمه كې د خپلو استاځو په نوم ومني، دغه كار د چارو د قانوني ترسره كېدنې په لاره كې بې شمېره خنډونه زېږولي. دولتي ادارې د متنفذينو تر رسوخ لاندي دي او ددولت هغه څه اندازه رعب او حيثيت چې د احترام او توجه راجلبولو لاملېږي، لدې امله له لاسه ځي چې خلك په خپلو سترګو ګوري چې ځايي دولتي ادارات د متنفذينو ډول ته ګډېږي او د همغوى د لاس ګوډاګۍ دي.
د دولتي اداراتو احتياج او كمزورۍ ددغې ستونزې اثر دوه چنده كوي. د ولسواليو په كچه د اسانتياوو رامينځته كېدنه به د خلكو په وړاندې د دولت او دولتي پرسونل وقار او عزت زيات كړي او د امكاناتو په راوندي كېدلو سره به ځايي ادارې د متنفذينو له رسوخ څخه پاكي كړاى شي.

August 5, 2007 | 9:08 AM Comments  0 comments



مسأله فلسطین و تاثیر آن بر اوضاع منطقه

معضله فلسطین یکې از مسایل مهم بین المللی است که دارای اثرات عمیق بر روابط و اوضاع دروني و بیروني کشورهای جهان معاصر، بالخصوص کشورهای اسلامی بوده و میباشد.
این معضله که تاکنون باعث پنج جنگ خونین بین کشورهای عرب و اسرائیل گردیده، منطقه شرق میانه را به سوی مسابقه تسلیحاتی سوق داده و باعث تقویه عوامل خشونت، از قبیل تندروي مذهبی، دکتاتوریهای پیهم، تروریزم دولتی و گروهي و تقویه تعصبات گوناگون گردیده است. جنگهای خونین سالهای 1948–49, 1956,، 1967، 1973–74 و 1982 م باعث قتل، بی خانمانسازی و بی جای شدن صدها هزار انسان فلسطینی گردیده که تا کنون به طور یک مشکل جدی به جای مانده و هزارها آواره فلسطینی در کشورهای مختلف جهان در یک سرنوشت نامعلوم به سر میبرند. مساله فلسطین علاوه براین زمینه مداخلات کشورهای قوی در منطقه را فراهم نموده که وقتاً فوقتاً به منظور تقویه حلفاء و طرفداران، بازاریابی برای اصادرات اسلحه، تسلط بر منابع و اهداف دیگر به بهانه های گوناگون وارد مداخله های نظامي و سیاسي درکشورهای منطقه میگردند و به مشکلات منطقوي دامن میزنند.
این مساله بیشتر از همه مذهبی بوده، دولت اسراییل که جلو مهم منازعه است، براساس مذهب استوار گردیده و اهداف مذهبی یهودی را دنبال میکند.
کشور اسراییل از نفایات یهودی کشورهای جهان، بالخصوص جهان غرب، به میان آمده و بمساعدت کشورهای غربی، در مدت کم به قوه قابل ملاحظه نظامی و اقتصادی منطقه مبدل گردید. اسرائیل با وجود قطعنامه های پیهم ملل متحد مبنی بر عدم مشروعیت شهرک سازیهای بر زمینهای فلسطینی به طور مسلسل به جمع سازی یهودیهای جهان دست زده و با غصب زمینهای ساکنین منطقه به اسکان آنان در منطقه پرداختند که بزرگترین موج این اسکان گزینیها را میتوان، نقل مکان و انتقال داراییهای 12 ملیون یهودی تبار کشورهای اتحاد جماهیر شوروي نام برد، که بعد از فروپاشي اتحاد شوروي به فلسطین انتقال یافتند.
درجهان امروزما که سرعت انتقال اثرات حوادث به طور چشمگیر افزایش یافته، تاثیرات جریانی با همچو ریشه های عمیق و انگیزه های داغ در محدوده جغرافیایی معینې باقی نخواهد ماند.
همین حالا، که کشور های جهان از پدیده ای بنام تروریزم نام میبرد و ازین دشمن غافلگیر در هراس میباشند به نظر تحلیلگران ورزیده قسمت اعظم آن در سایه همین معضله رشد نموده و به اوج رسیده است. ناعدالتیهای و تجاوزهای مسلسل در مناطق عرب نشین اسراییل باعث بر انګیختن خشونتها، بالخصوص در طبقات نسل جوان گردیده و نه تنها تهدیدی برای نظم و امنیت مناطق اسراییلی نشین و غرب ببار آورده بلکه کشورهای که خود در مخالفت با دولت اسراییل قرارداردند، با نتایج وخیم همچو خشونتها دست و گریبان میباشند.
مشکلات امنیتی باعث بی ثباتی منطقه گردیده و بې ثباتی منطقه بالنوبه، باعث کندي رشد اقتصادي منطقه میگردد و عوامل شیوع فقر، گرسنگي و بې اعتمادي را فراهم مې آورد.
طورېکه در جسم انسان دید میشود، جراثیم و امراض دور اعضای آسیب دیده و متضرر جمع میشوند، همینطور، در جوامع انساني، مناطق مورد نزاع و مخاصمه دایماً محلات تجمع افراد و گروههای مضر از قبیل مافیا، تروریزم، فاشیزم و باندهای ضد انسانی میباشد وعدم جلوگیری سریع مخاصمات و نزاعها به اخلال ثبات منطقه و کشورهای منطقه می انجامد.
تجربه افغانستان بهترین دلیل چنین وضعیتی بوده و جهانیان را به این اعتراف وادار نمود که فراموشي یک نقطه دوردست جهان هم بمثابه فراموشي امنیت و مصونیت عمومی جهان میباشد جهان فراموش نخواهد کرد که فاصله بین اسمان خراشهای نیویارک و غارهای توره بوړه از جدیت انتقال تاثیر حادثه کاسته نتوانست.

August 5, 2007 | 9:03 AM Comments  0 comments



« previous 5


majeedullah qarar's Profile


Latest Posts
"ځانمرګی...
په کانونو...
ژوند فرصت دى...
په...
مسأله...

Photo Posts





View All Photos

Monthly Archive

Change Language


Tags Archive
(1985) against during governance infrastructure qarar russians war افغانستان، اندړ اندړ، بېخبنا،افغانستان،قرار،اندړ،زېربنا،ثباتټینګښت،مجيدالله،afghanistan جلالزی جلالزی، شعر، طالب، طالبان قرار، لنډه مجيدالله مجيدالله، مجیدالله مجیدالله، مقاومت، نثر، پښتو، ژباړه، ژوند، کيسه، کیسه،

Filter By Type
Topics


7587 views
Important Disclaimer